میلیبنډ د افغانستان د 'هېرېدونکې جګړې' په اړه خبرداری ورکوي

ښاغلی میلبنډ د انځور حقوق PA
Image caption ډېوېډ میلبنډ ویلي تر هغه چې د افغانستان د شخړې لپاره ګډ سیاسي کار ونه شي، د حل لاره ورته موندل ستونزمن دي.

د برتانیا د بهرنیو چارو مخکيني وزیر ډېوېد میلبنډ خبرداری ورکړی چې په منځني ختيځ او لېبیا کې د روانو پېښو او کړکېچ له کبله د افغانستان روانه جګړه د هېرېدو په حال کې ده .

نوموړي بي بي سي ته ویلي، وړاندې له دې چې امریکايي او برتانوي پوځيان په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه ووځي، د سیاسي حل لارې د موندلو لپاره ډېرو هڅو ته اړتیا ده.

ډېوېډ میلبنډ ویلي چې له وسله والو طالبانو سره باید د پخلاینې او سولې په تړاو جدي خبرې اترې وشي.

له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته تراوسه په افغانستان کې د برتانیا ۳۶۳ پوځيان وژل شوي دي.

تر ټولو وروستی برتانوی ۴۲ کلن جنګي سرتېري الن کامیرون د هلمند د لښکرګاه په شمال کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې تر ټپي کېدا یو کال وروسته له خپلو ټپونو ومړ.

سربېره پر دي ښاغلي میلبنډ ویلي چې :''موږ باید د افغانستان اوسنی وضعیت درک کړو.. د امریکا متحده ایالتونه اوس په افغانستان کې د روانې شخړې له منځه وړلو ژر حل لارې لټولو ته لېواله ده، خو د ۲۰۱۴ کال په رانژدې کېدا سره له هر ډول سیاسي ګډو هلو ځلو او پرته له دې چې پایلو ته یې وکتل شي، له دغه هېواد وتل زما په فکر ناسم کار دی.''

د ناټو چارواکو تر ۲۰۱۴ کال پورې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو لپاره د مهال وېش پرټاکلو هوکړه کړې ده، چې امنیتي چارې به افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

ښاغلي میلبنډ زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو له خوا باید د طالبانو، نورو جنګي ډلو او د پاکستان په ګډون د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په شمول د سیاسي ثبات او د خبرو اترو منځګړيتوب وکړي:

''په حقیقت کې طالبان غواړي پوی شي چې د امریکا او برتانیا په مشرۍ لوېديځ قوتونه په افغانستان کې د سیاسي ثبات د رامنځ ته کېدو لپاره څه غواړي، او طالبان په افغانستان کې زموږ د ځواکونو د شتون او په دغه هېواد کې زموږ له خوا د سیاسي حل لارې په اړه ځان خبرول غواړي. تر هغه چې طالبانو ته موږ خپله مناسبه حل لاره په ډاګه نه کړو، دلته موږ خپلو اهدافو ته نه شو رسېدلی. ''

Image caption له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته تراوسه په افغانستان کې د برتانیا ۳۶۳ پوځيان وژل شوي دي.

ښاغلي میلبنډ ویلي د ۲۰۱۴ کال په رانژدې کېدو او په افغانستان کې د لوېديځو ځواکونو د پاملرنې په کمېدو سره باید په دغه هېواد کې د سیاسي ثبات لپاره جدي ګام پورته شي.

د بهرنیو چارو مخکینی وزیر او د کارګر ګوند غړی متحده ایالتونو ته د سفر هوډ لري، چې په لړ کې به یې د افغانستان د سیاسي ثبات د اړتیا په اړه خبرې وکړي.

د بي بي سي د دپلوماتیکو چارو خبریال بریګټ کینډل چې ښاغلي میلبنډ د راتلونکې وینا ځينې برخې یې لوستې، ویلي د وخت له تېرېدو وړاندې باید په افغانستان کې د سولې په تړاو له طالبانو سره خبرې وشي، د دوی بندیان خوشي او ددوی پرضد د شپې مهال پوځي عملیات بند شي، چې په دې سره به دوی د سولې خبرو ته زړه ښه کړي.

خو ښاغلي میلبنډ ویلي د طالبانو له خوا هم باید دا ډاډ ترلاسه شي، چې افغانستان به یوځل بیا د القاعدې پر مرکز نه اوړي.

ورته مطالب