اوباما: د ځواکونو د وتلو پر هوکړه ولاړ یو

اوباما د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر اوباما له دې ډډه وکړه چې څومره امريکايي ځواکونه به د جولای له پيله په افغانستان کې د ځواکونو کمونې بهير کې ووځي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما له اسوشيېټېډ پرېس سره په يوه مرکه کې ويلي له افغانستان نه سږ اوړی د امريکايي ځواکونو وتلو په اړه چې ژمنه يې کړې وه، ډاډمن دی، او دا به د ده په وينا مهم ګام وي او نه يوازې ننداره يي کړنه وي.

ولسمشر اوباما دغه خبرې شيکاګو ته د سفر په مهال کولې چې هلته د خپلې بيا ټاکنې مبارزې لپاره د مالي پانګې راغونډولو لپاره ورغلی دی.

که څه هم ولسمشر اوباما په دې مرکه کې په داسې حال کې چې په ۲۰۱۲ کال کې يو ځل بيا له رايه ورکوونکيو سره مخامخ کېږي، خپله تر ټولو ستره کمزوري يې د اقتصاد په اړه اندېښنې په ګوته کړې، خو داسې ښکاري چې افغانستان کې جګړه لا تر اوسه د امريکا لپاره سرخوږی جوړوي.

ولسمشر اوباما له دې ډډه وکړه چې څومره امريکايي ځواکونه به د جولای له پيله په افغانستان کې د ځواکونو کمونې بهير کې ووځي.

ده وويل دغه پرېکړه به په افغانستان کې د جګپوړي امريکايي قوماندا ډېوېډ پيټرېياس له خوا سپارښتنو ته سترګې په لار وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن بيا وړمه ورځ په برلين کې د ناټو بهرنيو چارو وزيرانو ته وويل له افغانستان د ځواکونو په ايستلو کې بيړه ونه کړي ګنې د امنيت برخه کې لاسته راوړنې به له خطر سره مخامخ شي.

دې وويل افغانانو د امنيتي چارو سپارل بايد په دې معنا نه وي چې نړيواله ټولنه بايد افغانستان پرېږدي.

Image caption په لومړي پړاو کې افغان ځواکونو ته د اوو سیمو امنیتي چارې سپارل کېږي.

مېرمن کلنټن په افغانستان کې د دوبي موسم په راتلو د طالبانو له خوا د بريدونو زياتېدو خبرداری هم ورکړ.

د ناټو چارواکي هم دا خبره مني چې کېدی شي د هوا په تودېدو جګړه هم ګرمه شي، خو وايي ناټو ځواکونو له وړاندې پر طالبانو ځپونکي ګوزارونه کړي، او د هغوی جګړه ييزه وړتيا يې کمزورې کړې ده.

د ولسمشر اوباما او هم هېلاري کلنټن د وروستيو څرګندونو په رڼا کې پوښتنه دا ده چې له افغانستان نه د وتلو او هم افغان امنيتي ځواکونو ته د چارو پر سپارلو امريکايي مشرتابه پر افغان سټراټيژۍ څومره سره ډاډمنه ده.

ورته مطالب