په غزني کې سېلابونو ۷ کسان وژلي

سېلابونه
Image caption تېر کال هم په افغانستان کې سېلابونو ګڼ کسان ووژل.

نن (یکشنبه) د غزني د مقر په ولسوالۍ او اب بند به ولسواليو كې سخت سېلابونه رابهېدلې چې له کبله يې د ولايتي شورا غړي عبدالولي خانزاده په وينا اووه كسه وژل شوي چې مړي يې له څوساعتونو ورسته موندل شوي دي.

نوموړي وايي دغو سېلابونو د كابل کندهار په لويه لاره كې د متي پل هم نړولي او خلك په تېره بيا سورلۍ يې له كړاوونو سره مخامخ كړې دي.

د ولايتي شورا غړى عبدالولي خانزاده وايې چې د رسنيي په سيمه كې يې ۸۰ كورونه هم نړولي.

او لږ تر لږه ۸۰۰ جرېبه كرنيزه ځمكه يې هم زيانمنه كړي او ددې تر څنګ باغونه او مېوه لرونكي ونې لكه بادام او زردالو ته يي هم زيان رسولی دی.

نوموړی وايي چې په وژل شوو کې درې ماشومان، یوه ښځه او نور سړي دي.

هغه زياتوي تر اوسه پورې د بېړنيو حالاتو د كمېټي له لوري هم څه مرستې ورسره نه دي شوي.

خانزاده وايې د پام وړ خو داده چې چارواكې تر اوسه لا هم پوره معلومات نه لري.

له بلې خوا د والي وياند معروف ايوبي بيا وايي سيلاپونه راغلي، خو د زيانونو مرګ ژوبلې په اړه لاكره او ټيك شميره نه ده روښانه.

بل پلو، وسله وال طالپان وايې چې د غزني ښار اړوند د 'ارزو' په كلي كې يې د بهرنيو ځواكونو يو ټانګ الوځولی او يو كس په کې وژلی ښيي، خو چارواكو دا تاييد كړې نه ده.

ورته مطالب