په تېرو دوو ورځو کې ۸ بهرني سرتېري وژل شوي

امریکايي سرتېري
Image caption په روان ۲۰۱۱ کال کې تر ۱۲۵ ډېر بهرني سرتېري وژل شوي دي.

په افغانستان کې درې نور بهرني سرتېري وژل شوي دي.

ددغو درو سرتېرو په وژل کېدو سره په تېرو دوو ورځو کې په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو د وژل شوو سرتېرو شمېر اتو ته ورسېد.

پرون (شنبه) جلال اباد ښار ته څېرمه د ملي اردو پر یوه مرکز د طاالبانو په یوه ځانمرګي برید کې پنځه افغان او پنځه بهرني سرتېري ووژل شول.

ایساف ځواکونه وايي چې نن (یکشنبه) د افغانستان په سوېل کې د دوو جلا بریدونو پرمهال درې بهرني سرتېري وژل شوي.

د ایساف خپره شوې ویناپاڼې د وژل شوو سرتېرو هویت او د وژل کېدو دقیق ځای نه دی په ډاګه کړی.

څو ورځې وړاندې بهرنیو ځواکونو په افغانستان کې د پراخه عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړی و.

په دې سره د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد د وسله والو طالبانو بریدونه هم ډېر شوي دي.

په روان ۲۰۱۱ کال کې تر ۱۲۵ ډېر بهرني سرتېري وژل شوي دي.

په پام کې ده چې د روان ۲۰۱۱ کال په جولای کې به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل او تر ۲۰۱۴ کال پورې به د افغانستان امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

خو یو شمېر افغانان په دې اند دي چې افغان ځوکونه کېدای شي د امنیت په راوستو کې په یوازې سر کامیاب نه شي.

بل خوا افغان او امریکا هڅه کوي چې د افغانستان ستونزه د خبرو او پخلاینې له لارې حل کړي.

په دې لړ کې د سولې د عالي شورا پر هڅو سربېره، له ګاونډي پاکستان سره هم تېره ورځ ولسمشر کرزي د سولې د ګډ کمېسیون د جوړېدو هوکړه وکړه.

ورته مطالب