ترکیې له افغانستان سره ګډه سوداګریزه خونه جوړه کړه

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د افغانستان او ترکیې بیرغ

د افغانستان د سوداگرۍ خونې د ترکيې له سوداگرۍ خونې سره يو گډه سوداگريزه خونه جوړه کړه.

د افغانستان سوداگر وايي چې ترکي سوداگر د ودانیزو پروژو په برخه کې پانگونې ته لېواله دي، خو وايي ددوى غوښتنه ترې داده چې د کان ايستنې او کرنې په څېر برخو کې پانگونه وکړي.

افغانستان په يوه کال کې ترکيې ته د ٣٠٠ ميلونو ډالرو په ارزښت توکي واردوي خو له هغه هيواده يې د صادراتو کچه ٧٠٠ ميلیونو ډالرو ته رسېږي.

افغانستان له يو شمېر نورو سیمه یيزو او نورو هېوادونو سره هم گډې سوداگريزې خونې لري.

په کابل کې زموږ همکار مصطفى سالک د افغانستان د سوداگرۍ خونې له مرستيال خان جان الکوزي سره مرکه کړې او په پيل کې ترې ددغه هوکړه ليک جزیيات غوښتي دي.

ورته مطالب