د مخابراتو وزارت: ناامنۍ ګرځنده تیلې فونونو ته ګواښ دی

ګرځنده تیلې فون
Image caption د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي وايي د مخابراتو د تنظیم اداره مسوولیت لري چې پر خصوصي مخابراتي شرکتونو څارنه وکړي

د افغانستان د مخابراتو وزرات وايي امنیتي ځواکونه په پام کې لري چې په نا امنو سیمو کې د عملیاتو په ترسره کولو سره، مخابراتي شرکتونو ته د فعالیت زمینه برابره کړي.

دغه وزارت وايي له ۲۰۰۷ کال راهیسې یې د بې کیفیته مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو له امله یې خصوصي شرکتونه شاوخوا پنځوس میلیونه افغانۍ جریمه کړي دي.

د افغانستان د مخابراتو وزرات وايي په کندز کې د پوځي عملیاتو په شان د افغانستان په نورو سیمو کې هم ورته عملیات ترسره کړي چې د مخابراتي شرکتونو لپاره د فعالیت زمینې برابرې شي.

دوی وايي د پوځي عملیاتو او بشپړ امنیت له رامنځ ته کېدو پرته د مخابراتي شرکتونو د فعالیت د ترسره کولو لپاره بله کومه لار نه شته.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې مسوول خیرمحمد فیضي وايي دوی دا مهال مخابراتي شرکتونو ته د ډاډمن امنیت د برابرولو پر طرحې کار کوي:

''افغان حکومت او امنیتي ځواکونو پلان لري چې د مخالفینو پر ضد پوځي عملیات وکړي. موږ هیله مند یو چې په هغو سیمو کې د امنیت رامنځ ته کېدو سره به ټولې مخابراتي شبکې وکولای شي، د افغانستان خلکو ته مخابراتي خدمتونه وړاندې کړي.''

ښاغلي فیضي د یو شمېرسیمه يیزو چارواکو له خوا مخابراتي شرکتونو ته د ضرب الاجل ټاکل د ېېړنیو حالاتو د قانون خلاف بولي:

''په داسې حال کې چې په یوه ځای کې بیړنی او پوځي حالت ټینګ وي، دښمن پر حالاتو واکمن وي، جګړه هم چریکي وي او په هر ځای کې دښمن موجود وي، نو په هغه صورت کې هغه څه چې موږ یې په جواز کې له دوی سره لرو، مخالف څه تر سره کړو، نو موږ مجبوره کیږو چې دوی ته د زیانونو جبران ورکړو.''

څو ورځې وړاندې د هلمند ولایت چارواکو خصوصي مخابراتي شرکتونو ته خبرداری ورکړی و، که په دې ولایت کې د خلکو له غوښتنو سره فعالیت ونه کړي نو نو له دوی سره شوي تړونونه به فسخ کړي.

د هلمند ولایت د والي ویاند وايي که دغه تړونونه لغوه شي نو شرکتونه مجبور او مکلف دي چې خپل وسایل له دغه ولایت بل ځای ته ولېږدوي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت چارواکي وايي د مخابراتو د تنظیم اداره مسوولیت لري چې پر خصوصي مخابراتي شرکتونو څارنه وکړي چې د تېرو دوو اونیو په اوږدو کې یې شاوخوا ۴۶ میلیونه افغانۍ د جریمو له درکه بانک ته تحویل کړي دي دوی وايي د نورو د سرغړونو په صورت کې جریمې به جریمې درنې کړي او دا چاره به نوره هم جدي ونیسي.

ورته مطالب