'د نویو امنیتي کسانو په ګمارلو کې باید دقت وشي'

د انځور حقوق b
Image caption د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د نفوذ او له لویه سره د دغو ځواکونو لیکو ته د نویو سرتیرو د ګمارلو د بهیر پر څرنګوالي ، د تیرې شنبې په ورځ په ختیځ ولایت لغمان کې د پوځ په قارګاه کې له ځانمرګي برید وروسته شکونه ډیر شوي دي.

په افغانستان کې د ایساف ځواکونه وایي پکار ده چې د افغان امنیتي ځواکونو لیکو ته د نویو کسانو د نیولو په برخه کې له ډیر غور او دقت نه کار واخیستل شي .

د دغو ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاتز په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال په عامه مارکیټونو او دوکانونو کې د پوځي جامو پر پلورد بندیز پر لګولو هم ټینګار کړی.

په کابل کې د دوشنبې د ورځې په اونیز خبري کنفرانس کې د ایساف د مشر ویاند جنرال جوزف بلادز څرګندونې تر ډیره د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د نفوذ په تړاوو پر اندیښنو راټولې وې. که څه هم چې د پوځ او پولیسو په لیکو کې د سرتیرو ګمارنه له کلیوالي او قومي ضمانته نیولې بیا تر استخباراتي پلټنو پورې له ۸ بیلابیلو پړاوونو تیریږي خو ښاغلی بلادز وایي د پوځ او پولیسو د سرتیرو په جامه کې د ځانمرګو بریدونو وروستیو پیښو وښوده چې په دغه بهیر کې د ژورو او بیړنیو اصلاحاتو د راوستو اړتیا ده:

''موږ اړ یو چې ځانګړي ګامونه واخلو. په دې کې به یو اقدام د افغان امنیتي ځواکونو او ایساف تر مینځه د معلوماتو او اطلاعاتو دشریکولوپه برخه کې د همکارۍ پراختیا وي.

بله مهمه خبره د امنیتي ځواکونو لیکو ته د نویو کسانو د نیولو په بهیر کې د اصلاحاتو راوستل او د دغو ځواکونو لیکو ته د شکمنو کسانو د ننوتو د مخې ډب کول دي. او دریمه مهمه خبره د دې یقیني کول دي چې هیڅوک باید په بازار کې د پوځي جامو او وسایلو د پیر او پلور اجازه ونه لري.''

د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو د نفوذ او له لویه سره د دغو ځواکونو لیکو ته د نویو سرتیرو د ګمارلو د بهیر پر څرنګوالي ، د تیرې شنبې په ورځ په ختیځ ولایت لغمان کې د پوځ په قارګاه کې له ځانمرګي برید وروسته شکونه ډیر شوي دي.

په دغه برید کې د افغان پوځ د څلورو سرتیرو تر څنګه د ناټو ایساف پنځه سرتسري هم په یوه ځای ووژل شوي و.

په سر کې د چارواکو انګیرنه دا وه چې برید کوونکي ګواکې د پوځي دریشۍ په اغوستو د قرارګاه ساتونکي تېر ایستلي وو.

خو د ایساف مشر ویاند جنرال بلادز وایي اوس یقینې شوې چې برید کوونکی په اصل کې د پوځ سرتیری و او دا چې په راتلونکې کې د داوړ پیښو د تکرار د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو لیکو ته د شکمنو کسانو د ننوتو مخنیوی او دا راز په دوکانونو کې د پوځي جامو او وسایلو پر پلور د چورلټه بندیز لګول یوه اړتیا ده.

ورته مطالب