په افغان ملي پوځي کې د طالبانو د نفوذ د مخنيوي هڅې

ښاغلی عظيمي
Image caption ښاغلی عظیمي ټینګار کوي چې پر دفاع وزارت برید کوونکی د ملي پوځ غړی نه وو .

د افغانستان ددفاع وزارت وایې د ملي پوځ په لیکو کې د مخالفینو د نفوذ د مخنیوي په موخه د سرتېري د ګمارلو پر بهیر بیا غور کوي.

که څه هم افغان چارواکي په پوځ کې د مخالفینو د نفوذ خبره نه مني، خو وایي هڅه کوې له دې وروسته د نړیوالې ټولنې په مرسته د سرتېرو په ګمارلو کې له نورو میکانیزمونو څخه کار واخلي.

وروسته له دې چې د افغانستان د پوځ په لیکو کې د وسله والو مخالفینو د نفوذ په اړه اندېښنې راپورته شوې، د دفاع وزارت چارواکي وایې د پوځ د سرتېرو د ګمارلو په برخه کې به له سره غور وکړي.

دا اعلان داسې مهال شوی چې د دوشنبه په ورځ یوه ځانمرګي بریدکوونکي د پوځي جامو په مرسته د دغه وزارت پر ودانۍ په برید بریالی شو .

که څه هم طالبان ادعا کوي چې برید کوونکی ددوی ملګری وو او څو وخته یې په ملي پوځ کې دنده تر سره کړې وه، خو ددفاع وزارت چارواکي دغه ادعا رد کړې او وایې د پوځي یونیفورم څخه ناوړه ګټه اخیستل شوې وه.

ددفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي وایي په دې اړه یې پلټنې دوام لري خو زیاتوي چې تر اوسه دا روښانه نه ده چې بریدګر څنګه ځان د دفاع وزارت ودانۍ ته رسولی دی.

ښاغلی عظیمي ټینګار کوي چې برید کوونکی د ملي پوځ غړی نه وو .

''هېڅ دلیل نه شته چې زه تاسو ته دروغ ووایم . که چېرې دغه کس ددفاع وزارت یو منصب دار یا سرتېری وای، ما به تاسو ته ویلي وای چې د دښمن یوه نفوذي کس دا کار کړی. موږ تر اوسه دې پایلې ته نه یو رسېدلي چې دا کس د کارګرو له ډلې وو ؟ له ملکي موټرو څخه یې ګټه اخيستې؟ ایا زموږ یوه کارکوونکي مرسته ورسره کړې؟ په هر حال که تاسې انځورونه وګورﺉ تاسې پوهېږﺉ چې دغه کس په هغه ورځ خپله ږېره خرېیلې وه او بل دا چې دومره ویښتان یې وه چې هېڅ له پوځي معیارونو سره برابر نه دي.''

Image caption افغان چارواکي دا هم وایي چې وروستۍ امنیتي پېښې به له بهرنیو ځواکونو څخه افغان سرتېرو ته د امنیت د چارو پر سپارلو هېڅ اغېز ونه کړي.

په تېر کې هم د ملي اردو سرتېرو پر خپلو ملګرو یا بهرنیو روزونکو ورته بریدونه کړي دي.

ځینې په دې باور دي چې د افغان سرتېرو د ګمارلو بهیر له معیارونو سره برابر نه دی او په وینا یې مخالفینو په ډېره اسانۍ کولای شي نفوذ پکې وکړي.

اوس مهال د افغان ملي پوځ د سرتېرو شمېره ۱۶۴ زرو ته رسېږي.

د افغانستان ددفاع وزارت چارواکي په دغه هېواد کې د امنیت او ثبات راوستلو لپاره د دغو سرتېرو پر وړتیاوو ټینګار کوي خو وایي د سرتېرو پر ښې روزنې او په سمبالولو باید بیا کتنه وشي.

دغه چارواکي دا هم وایي چې وروستۍ امنیتي پېښې به له بهرنیو ځواکونو څخه افغان سرتېرو ته د امنیت د چارو پر سپارلو هېڅ اغېز ونه کړي.

ورته مطالب