افغانستان له هټيو پوځي يونيفورمونه راټولوي

افغان سرتېري
Image caption په بازار کې د پوځي جامو د راټولولو پرېکړه له هغه وروسته کيږي چې بريدګرو په څو بريدونو کې ترې کار واخيست.

افغان حکومت د دغه هېواد په بازارونو کې د پوځي جامو پر پېراو پلور بندیز لګولی. کابل کې له هټېو نه د پوځي جامو او نورو بیلا بیلو وسایلو راټولول پېل شوي چې د چارواکو په خبره دغه لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

دا ګام له هغه وروسته اخېستل کېږي چې په دې وروستیو کې یو شمېر بریدګرو په خپلو بریدونو کې د افغان پوځ او پولیسو له یونېفورم نه کار اخېستی دی .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خپلو ټولو امنیتي څانګو ته له هټېو نه د پوځي جامو او نورو بیلا بیلو وسایلو د راټولولو لارښوونه کړې ده.

د دغه کارهدف په ترهګریزو بریدونو اوجنايي پېښو کې د پوځ او پولیسو د یونېفورم د کارونې مخنیوی دی چې وروستۍ بېلګه یې د دوشنبې په ورځ پر دفاع وزارت برید و.

د کورنیو چارو وزارت وايي دغه لړۍ یې اوس اوس په کابل کې پیل کړی ده.

د دغه ښار پولیس وايي له تېرې یوې اوونۍ راهيسې یې له بېلا بېلو مارکېټونو او هټېو نه لسګونه جوړه نظامي جامې او نور بېلا بېل پوځي وسایل راټول کړي دي.

دا ګام له هغه وروسته اخيستل کېږي چې طالبانو پر افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو باندې د ملي پوځ او پولیسو په جامو کې بریدونو ته زور ورکړی.

همدا څو ورځې د مخه د لغمان په ګمبېري دښته کې یو شمېر برید کوونکو د پوځ په یونیفورم کې پر یوه پوځي مرکز برید وکړ چې د چارواکو په خبره پنځه بهرني او څلور افغان سرتیري یې ووژل.

تر دې وړاندې بیا یوه بل بریدګر چې د پولیسو یونیفورم یې پر تن و، په ننګرهار کې پر کابل بانک د برید په ترڅ کې لسګونه تنه ووژل.

ورته مطالب