د قدافي د اوربند وروستی وړانديز رد شو

لېبيايي ياغيان د انځور حقوق Reuters
Image caption فرانسه او اېټاليا له ياغيانو سره د مرستې لپاره پوځي کارپوهان بنغازي ته استوي.

د لېبيا وسله والو مخالفينو د ډګروال قدافي د حکومت له لوري د اوربند وروستی وړانديز رد کړی دی. په بنغازي کې د لنډمهالې ملی شورا وياند وویل چې ډګروال قدافي له دې امله اوربند غواړي چې ځواکونه يې د ناټو په هوايي بريدونو کې له منځه تللي دي.

د شورا وياند وويل چې د حکومت مخالفين به اوس له خپلو هلو ځلو لاس پر سر نه شي. د نوموړي اشاره هغو وړانديزونو ته وه چې په لېبیا کې د سیاسي هواري رامنځته کېدل شونې دي.

دغه وړانديزونه ډګروال قدافي، د هغه زامنو او کورنۍ ته اجازه ورکوي چې په صحنه کې پاتې شي، خو د انتقالي ملي شورا وياند وويل چې دا ممکنه نه ده.

تر دې وړاندې فرانسې او اېټاليا اعلان وکړ چې غواړي له ياغيانو سره د مرستې لپاره خپل پوځي کارپوهان د لېبيا بنغازي ښار ته ور واستوي.

د سه شنبې په ورځ برتانيې ويلي وو چې د دپلوماتيکو او پوځي کارپوهانو دوه ډلې بنغازي ته استوي.

د فرانسې د حکومت وياند فرانسس بارون وويل دغه پوځي افسران به د لېبیا د ياغيانو له لڼد مهالې ملي شورا سره کار کوي چې د ولسي وګړو خونديتوب ډاډمن کړي.

ده وويل: (( د افسرانو د تماس یوه وړه ډله به له لنډمهالې ملي شورا سره څنګ په څنګ کار کوي او د دوی ماموريت د ولسي وګړو ساتنه ده. زموږ دا کار د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا د ۱۹۷۳ پرېکړې په چوکاټ کې دی، نو ځکه به د افسرانو شمېر ډېر کم وي.))

خو د ډګروال قدافي د حکومت وياند موسی ابراهيمي وويل چې په جګړه کې د دوی ځواکونو ولسي وګړي نه دي په نښه کړي.

دی وايي: (( موږ يو وارې بيا د بشري حقونو پر نړيوالو سازمانونو که هغه د ملګرو ملتونو دي او که خپلواک سازمانونه دي غږ کوو چې د رسنيو راپورونو او د ياغيانو جعلي او دروغجنو کيسو ته غوږ مه نيسی او خپل کار کوونکي دلته را واستوی.

موږ ژمنه کوو چې دوی ته به اجازه ورکړو چې په ټولو هغو سيمو کې ازاد وګرځي چې زموږ په ولکه کې دي. هر څه مو چې په خپلو سترګو وليدل بيا قضاوت وکړی.))

ها خوا امريکا هم اعلان وکړ چې د ۲۵ ميليونو ډالرو په ارزښت د مرستو يوه ټولګه هغو ياغيانو ته ورکوي چې د لېبیا له حکومت سره جنګيږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزېرې هلري کلنټن وويل چې په دې مرستو کې وسلې نه دي شاملې.

دې وويل: (( موږ د شاوخوا ۲۵ ميليونو ډالرو غېر وژونکو مالونو او توکو د ورکولو په وړاندې ګام اخلو چې د لنډمهاله ملی شورا او ولسي وګړو په ژغورنه کې زموږ د هڅو ملا وتړي او همدا راز په لېبيا کې د هغو ګڼ مېشته سيمو ساتنه وکړي چې د حکومت له بريدونو سره مخامخ دي.))

د انځور حقوق AFP
Image caption د پوځي عملياتو او بشري کار ترمېنځ همغږي سمه نه ده.

په دغو مرستو کې دارو درمل ، خېمې ، موزې ، يونيفورمونه ، د ځان حفاظتي وسايل، راډيوګانې او حلال خواړه شامل دي.

پر همدې مهال د ملګرو ملتونو يوه جګپوړې چارواکې خبرداری ورکړ چې په لېبيا کې د پوځي عملياتو او بشري کار ترمېنځ ليکې تتې دي.

د ملګرو ملتونو د مرستو د پروګرام مشرې والريا اموس وويل چې تر اوسه د دې اړتيا نه ده رامنځته شوې چې په خوندي ډول د بشري مرستو په رسولو کې دې د پوځ مرسته وغواړي.

دې وويل په لېبيا کې پوځي بوختيا ښايي د مرستندويه کارکوونکو ژوند او د مرستو رسول له ګواښ سره مخامخ کړي

ورته مطالب