په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له ښاغلي لودین سره مرکه

Image caption جاوېد لودین: ''موږ له ایران سره ژمنه وکړه چې له امریکا سره به هېڅ ډول داسې تړون ونه کړو، چې زموږ د ګاونډيانو په زیان تمام شي.''

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د هغو اندېښنوې په اړه، چې وايي ښايي له واشنګټن سره د کابل د اوږدمهاله ستراتيژيک تړون لاسلیکول به د ایران په زیان تمام شي، وویل چې دا تړون به د هېڅ ګاونډي هېواد په زیان نه وي.

د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال جاوېد لودین چې تازه له تهرانه راستون شوی، بي بي سي ته وویل، چې ایراني چارواکو ددغه تړون په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.