لودین: له امریکا سره ستراتيژيک تړون د ایران په زیان نه دی

ښاغلی لودین
Image caption ښاغلي لودين زیاته کړه، د ایران او افغانستان ترمنځ ستونزو ته په پام سره، افغانستان د ایران ستونزه درک کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران د هغو اندېښنوې په اړه، چې وايي ښايي له واشنګټن سره د کابل د اوږدمهاله ستراتيژيک تړون لاسلیکول به د ایران په زیان تمام شي، وویل چې دا تړون به د هېڅ ګاونډي هېواد په زیان نه وي.

د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال جاوېد لودین چې تازه له تهرانه راستون شوی، بي بي سي ته وویل، چې ایراني چارواکو ددغه تړون په اړه خپلې اندېښنې ورسره شریکې کړې دي.

ښاغلي لودين زیاته کړه، د ایران او افغانستان ترمنځ ستونزو ته په پام سره، افغانستان د ایران ستونزه درک کړې ده.

نوموړي وویل: ''موږ له ایران سره ژمنه وکړه چې له امریکا سره به هېڅ ډول داسې تړون ونه کړو، چې زموږ د ګاونډيانو په زیان تمام شي.''

ده همدارار وویل: ''موږ به له خپلو ګاونډيانو سره سلامشوره وکړو، خو په پای کې دا چې له خپلو کومو ګاونډيانو سره به همکاري کوو، دا د افغانستان پر پرېکړې پورې اړه لري او د افغانستان د خلکو د ګټو پر بنسټ به پرېکړه کېږي.''

په پام کې ده چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو د تړون مسوده چمتو او د دواړو هېوادونو چارواکي پرې یوې سلا ته ورسېږي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر کرزي وویل دغه سند به تر راتلونکو درو میاشتو پورې د جوړېدونکې لویې جرګې په په راغوښتلو سره وړاندې او پر جزییاتو به یې له امریکايي چارواکو سره خبرې وشي.

په افغانستان کې د امریکا د دایمي اډو د جوړېدو مساله ددغه سند یوه برخه ګڼل کېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان دولت ویلي چې امریکا په افغانستان کې د دايمي اډو د جوړولو غوښتونکې ده، چې په دې سره به له افغان امنیتي ځواکونو سره د هېواد د کورنيو او بهرنیو ګواښونو په مخنیوي کې لاښه مرسته وکړای شي.

په افغانستان کې د امریکا د دايمي اډو جوړېدل د پاکستان، ایران او روسیې په څېر د افغانستان د یوشمېر ګاونډيانو لپاره یوه لویه اندېښنه راپورته کولی شي.

په دې لړ کې کابل ته د ایران د کورنیو چارو وزیر د خپل سفر پرمهال په افغانستان کې د امریکا د دايمي پوځي اډو د جوړېدو په تړاو د ایران په زغرده مخالفت په ډاګه کړی و.

خو د افغانستان دولت وايي له امریکا سره د اړیکو ټينګښت او د تړون لاسلیکول به د هېڅ کوم درېیم هېواد په زیان نه تمامېږي.

ورته مطالب