په افغانستان کې د سرو زرو بيه نژدې ۲۰٪ ختلې ده

سره زر د انځور حقوق PA
Image caption افغانان له سرو کارولو سره ځانگړې او دوديزه مينه لري.

په افغانستان کې د سرو زرو بيې نژدې شل په سلو کې ختلي دي.

يو شمير افغان زرگران وايي چې له دې چارې سره يې د پير او پلور بازارونه ساړه شوي دي.

سره کارول له پخوا راهيسې دود دي چې ترې جوړ شوي ښکلايز توکي د ښځو له خوا کارول کيږي.

بله غاړه يو شمير ښځې وايي د نغدو پيسو د ساتلو په پرتله سره اخستل غوره چاره ده.

په څو تيرو ورځو کې په نړيوالو بازارونو کې د سرو بيه پورته شوې ده دوه ورځې مخکې يو اونس سره چې سل گرامه کيږي په ١٥٠٠ ډالره پلورل کيده

په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو د بيلو له ختلو سره همهاله د افغانستان په بازارونو کې هم د سرو بيه په بې ساري ډول پورته شوې ده.

افغان زرگران وايي چې په وروستيو ورځو کې د هر گرام سرو زرو په بيه کې له ٣٥٠ نه تر ٤٠٠ افغانيو پورې ډيروالى راغلى دى، د کابل ښار يو زرگر اسدالله وايي چې د سرو د بيو له ختلو سره يې د پير او پلور بازارونه د پخوا په پرتله ساړه شوي دي:

''موږ له دوبۍ نه سره واردوو بيه يې په نړيوال ډول ټاکل کيږي بله غاړه د زرگرانو له بازاره نرخنامه راځي دلته د کويت ، مصر، سنگاپور، روسيې او ايټاليا سره پلورل کيږي، خلک د کويت، سينگارپور او روسيې سره زر ډېر خوښوي وسمهال د کويت يو گرام سره په دوه زره او څلور سوه افغانيو پلورل کيږي د سرو د بيو له پورته کيدو سره پير او پلور لږ شوى دى ځکه چې څوک يې اخستې نه شي څومره چې ارزان وي زموږ په کې گټه ده.''

افغانان له سرو کارولو سره ځانگړې او دوديزه مينه لري.

افغان ښځې په دوديز ډول له سرو زرو جوړې غاړکۍ، غوږوالۍ، بنگړي او نور پسول توکي کاروي او يو شمير ښځې خو پر يوه مهال په لسگونو گرامو سرو ځانونه پسولي.

يوه افغانه مېرمن ليلما وايي سلگونه گرامه سره زر لري،خو هيله منه ده چې د سرو په ارزانه کيدو سره نور سره هم واخلي:

''زه چې د کور يوه ميرمن يم چې پيسې لاس ته راشي سره زر اخلم خو په دې وروستيو کې د سرو بيه ډيره لوړه شوې ده هوډ مې کړې و چې نور سره زر هم واخلم خو د بيې د پورته کېدو له کبله يې په اخستو بريالۍ نه شوم، په افغانستان کې هېڅ څيز د وړاندوينې وړ نه دى ښايي بيرته ارزانه شي.''

په تير کې نارينه افغانو بهرني اسعار اخستل بلکې په ځانگړې ډول يې ډالر ساتل خو دا چې د افغانيو پر وړاندې د ډالر بيه ښکته شوه اوس دغو کسانو د سرو زرو له اخستو سره ليوالتيا پيدا کړې ده.

خو په داسې حال کې چې گڼ شمير افغانان دوه وخته ډوډۍ هم په ستونزو سره پيداکوي،د سرو د بيې په لوړيدو سره به يې ددغه پسول د اخستو خوبونه هم تر يوه کچه نيمگړي شوي وي.

ورته مطالب