سيمه ييز پوليس 'ملېشې نه دي'

.
Image caption د کورنیو چارو وزارت وايي سیمه ییزو پولیسو ته به نسبتاً روزنه ورکول کېږي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د هېواد په ګڼو ولسوالیو کې سیمه ییز پولیس ګمارل شوي، چې دا لړۍ به د هېواد ټولو برخو ته وغځول شي.

وزارت وايي چې سیمه ییز پولیس ملېشې نه دي، نسبي ازموینه ورکړل شوې او د کورنیو چارو وزارت پرې بشپړه څارنه لري.

د کورنیو چارو وزارت وايي دغه پولیس به د هر ولایت امنیه قومندانۍ په امر فعالیت کوي.

ددغه وزارت ویاند زمري بشري یوې خبري ناستې ته وویل، دغه پولیس به خاص یونیفورم ولري چې له نورو ټولو امنيتي ځواکونو سره به توپیر لري.

ښاغلي بشري زیاته کړه، چې د دغو پولیسو د فعالیت سیمه به پراخه کېږي:

''د سیمه ییزو پولیسو د جوړېدو بهیر اووم پړاو ته ورسېد، چې په دې اوو پړاوونو کې ۶۳ ولسوالۍ چې په سوېل، ختيځ، شمال او لوېديځ افغانستان کې موقعیت لري، تر پوښښ لاندې نیول شوې دي.په مجموعي ډول به په دغو ۶۳ ولسوالیو کې شاوخوا ۷۰۰۰ سیمه ییز پولیس وګمارل شي. او دا پروګرام به پراخه کېږي. همدا اوس ۲۵ زره سیمه ییز پولیس په ۲۸ ولسوالیو کې عملاً په کار بوخت دي. ''

Image caption افغان چارواکي وايي چې د روان ۲۰‍۱۱ کال تر پایه به د ملي اردو د سرتېرو شمېر ۱۷۰ زرو او ملي پولیسو شمېر تر ۱۳۴ زره کسانو پورې لوړ شي.

د کورنیو چارو وزارت وايي د سیمه ییزو پولیسو په ګمارنه کې به دهغوی د مخکيني سابقه په پام کې نیول کېږي او په ګمارل کېدو کې یې د سیمه ییزو چارواکو او شوراګانو هوکړه ضروري ده.

په داسې حال کې چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو نېټه په رانژدې کېدو ده، د امنيتي ځواکونو د جلب او جذب لړۍ دوام لري.

افغان چارواکي وايي چې د روان ۲۰‍۱۱ کال تر پایه به د ملي اردو د سرتېرو شمېر ۱۷۰ زرو او ملي پولیسو شمېر تر ۱۳۴ زره کسانو پورې لوړ شي.

ورته مطالب