امنيتي چارواکو: ۲ نورې ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ دي

ښاغلی نبیل
Image caption رحمت الله نبیل: ''زه له وړاندي دا وایم او باید د حل لاره ورته ولټوو . که په ماڼوګي او چپې درې کې عملیات ترسره نه شي، نو دا دواړه ولسوالۍ به هم سقوط وکړي . نو باید ددې لپاره جدي پلان ونیول شي.''

افغانستان لوړپوړو امنیتي چارواکو د کونړ ولایت د چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو د احتمالي بایللو خبر داری ورکړی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د وسله والو مخالفینو دداسې پلانونو خبره کړې چې غواړي دغه ولسوالۍ ونیسي.

دغه دوې ولسوالۍ ډېر ستراتیژیک اهمیت لري او داسې اندېښنې شته که چېرې وسله وال مخالفین دغه ولسوالۍ ونیسي، نو د کونړ او نورستان ولایتونو مرکزونه هم له امنیتي ګواښونو سره مخامخ کېدای شي.

شاو خوا درې اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د نورستان د وانت وایګل ولسوالي چې له چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو سره جوخته پرته ده، په ډېره اسانۍ ونیوله.

د همدې وانت وایګل د ګاونډۍ ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښنه لري چې وسله وال مخالفین هڅه کوي د کونړ دا دواړې ولسوالۍ هم ولکه کړي.

ولسي اندېښنې داسي مهال راپورته شوې چې لوړ پوړو افغان امنیتي چارواکو هم له ورته خبرداري پرده پورته کړه.

د افغانستان د ملي امنیت یا څارګرې ادارې مشر رحمت الله نبیل د چپې درې او ماڼوګي ولسوالیو د بایللو خبرداری په یوه امنیتي غونډه کې وکړ، او ویویل که مخکي له مخکي د ساتلو تابیا ونه شي نو دغه ولسوالۍ به هم د طالبانو لاس ته ولوېږي:

''زه له وړاندي دا وایم او باید د حل لاره ورته ولټوو . که په ماڼوګي او چپې درې کې عملیات ترسره نه شي، نو دا دواړه ولسوالۍ به هم سقوط وکړي . نو باید ددې لپاره جدي پلان ونیول شي.''

سیمه ییز امنیتي چارواکي هم مني چې وسله والو مخالفینو دغو دواړو ولسوالیو ته ورغلې لار نژدې په خپله کابو کې راوستې ده او هر وخت ګواښ پېښولی شي.

ځايي چارواکي وایي د لارو بندولو نظامي اکمالات محدود کړي او تر څنګه یې د درنې توپخانې او هوایې ځواکونو نه ملاتړ مخالفین زړور کړي دي.

د کونړ د پولیسو مشر خلیل الله ضیایي دا څرګندوني بي بي سي ته کړي دي، خو لا هم دی ډاډه دی چې په اسانۍ به یې مخالفین د ولسوالیو تر دروازو رانه شي:

''دا د لارې مساله چې بنده ده او مخالفین دلته حضور لري، دا یوه ستونزه ده. برعلاوه ددې د حمایې ستونزه هم موجوده ده، چې کله په دې ولسوالیو په تېره بیا په چپې درې باندې جنګ وي، نو موږ د توپچي حمایه نه لرو او د هوایي حمایې لپاره ډېر ستونزمن کار دی.''

Image caption سیمه ییز چارواکي وایي چې دغلته لا له وړاندې نه د طالبانو او بهرنیو جنګیالیو پټن ځایونه شته.

امنیتي چارواکي دا اندېښنې د وانت وایګل له بایللو او د پېچ له اوږدې درې نه د نړیوالو ځواکونو تر راوتلو وروسته کوي.

دغلته اوس د ولسي خلکو تګ راتګ هم یو څه سخت شوی.

ددغو ولسوالیو ساتل له ستراتیژیک پلوه هم د حکومت لپاره ارزښت لري، ځکه دا اندېښنې شته چې که د چپې درې او ماڼوګۍ ولسوالۍ د دولت له ولکې ووځي، نو د نورستان مرکز پارون ته ورغلې لار چې له وړاندې نه له خنډونو ډکه وه، بیخي وتړل شي او د کونړ مرکز اسعد اباد مرکز به هم د مخالفینو تر فشار لاندې راشي.

سیمه ییز چارواکي وایي چې دغلته لا له وړاندې نه د طالبانو او بهرنیو جنګیالیو پټن ځایونه شته.

ورته مطالب