څېړنه: افغان چارواکو ته د خپلو پولیس شمېر مالوم نه دی

افغان پولیس
Image caption په پام کې ده چې د افغان پوليسو ځواک تر راتلونکي اکتوبره ۱۳۴ زرو ته لوړ شي، چې دوه کاله مخکې څه د پاسه ۸۰ زره و .

يوه نوې امريکايۍ څېړنه وايي افغان چارواکي په دې نه پوهېږي چې څومره پوليس لري، او يا هم هر هغه کس چې د پوليس معاش اخلي په ريښتيا هم خپله دنده ترسره کوي، يو داسې حالت چې سرغړونو ته په کې لار هواره ده او هم نړيوالې بسپنې په کې ضايع کېدی شي.

دغه څېړنه چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان د بيا رغونې عمومي پلټونکي (هربرت ريچارډسن) له خوا خپره شوې، په کې ويل شوي د دغه هېواد د پوليسو نومليکنو او يا هم د معاشونو سندپاڼو پخلی ځکه نه شي کېدی چې د ثبتونو او سندساتنې چارې کمزورې او له زياتو ستونزو سره مخامخ دي.

ښاغلي ريچارډسن چې په واشنګټڼ کې يې خبرې کولې وويل، دا خبره په دې معنا ده داسې کارکوونکي هم دي چې هېڅ شته نه، د دې معنا ورکوي داسې کسان شته چې څو نومونه لري او د معاشرسونې پاڼې غونډوي. نوموړي زياته کړه اوس تر مخ خورا لويه ستونزه پرته ده، او د کنټرول لپاره يې بايد ګام پورته شي.

امريکا او نور نړيوال بسپنه ورکوونکي د افغان امنيتي ځواکونو پر جوړونې په مليارډو ډالر لګوي، چې د خپل هېواد امنيت ساتنې دنده پر غاړه واخلي. ښاغلي ريچارډسن د هغه پروګرام څېړنه او ارزونه کوله چې له مخې يې بسپنه ورکوونکيو هېوادونو له ۲۰۰۲ کال راهيسې ۱،۵ مليارډ ډالر لګولي دي.

دغه لګښت چې ۱/۳برخه يې امريکا ورکړې لومړۍ موخه يې د افغان ملي پوليسو د معاشونو پوښنه وه.

له دې يو بل غټ پروګرام کې بيا يوازې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو هر کال د لګښت ارزښت ۱۰ مليارډ ډالره ټاکل شوی چې په کې د پوليسو، سرتېريو او هوايي ځواک په ګډون د افغان ځواکونو بېلابېلو برخو روزنه، سمبالونه او هم يې بنسټيز جوړښت ودانېږي.

د دغه پروګرام موخه دا ده چې د افغان پوليسو ځواک تر راتلونکي اکتوبره ۱۳۴ زرو ته لوړ شي، چې دوه کاله مخکې څه د پاسه ۸۰ زره و.

خو د ښاغلي ريچارډسن څېړنه ښيي چې د افغانستان کورنيو چارو وزارت د دې پخلی نه شي کولی چې د پوليسو ځواک شمېر يې څومره دی، او نه هم دا چې د معاشونو پيسې سمې لګېږي.

د معاشونو د لګښت پر څرنګوالي سربېره بله ستونزه د وسلو او سامان الو ورکېدا ده چې نا معلومو يا بې نومه کسانو ته ورکول کېږي.

ريچارډسن په خپله څېړنه کې پوښتي چې ګنې دوی اورپکي سمبالوي؟ او زياتوي دا يوه داسې پوښتنه ده چې په پرله پسې ډول غټېږي.

ورته مطالب