ویسا: د کندهار له زندانه ۴۷۵ طالب بندیان تښتېدلي

کندهار زندان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د کندهار زندان درې بلاکونه لري، چې په یوه کې سیاسي، بل کې جنايي او درېیم کې نور بندیان ساتل کېږي.

د کندهار له مرکزي زندان څخه د یوه کیندل شوي تونل له لارې سلګونه طالب بندیان تښتېدلي دي.

د کندهار والي وویل له دغه زندان څخه ۴۷۵ طالب بندیان تښتېدلي، چې یو یې جنايي او نور ټول سیاسي بندیان ول

توریالي ویسا زیاته کړه چې له 'سرپوزې' زندان څخه ټول تښتېدلي بندیان په بایومیټریک کې ثبت شوي، چې اوس یې د نیولو لړۍ پیل کړې ده.

ذبیح الله مجاهد د کندهار زندان د ماتېدو کیسه کوي

ښاغلي وییسا یوې خبري ناستې ته وویل، له تېرو څلورو میاشتو راهیسې محبس ته مخامخ هغه کور ته تونل کیندل شوی، چې په ۲۰۰۸ کې پر دغه زندان د برید پرمهال ویجاړ شوی و او تر دې مهال پورې کنډواله پاتې و.

کندهار والي وویل چې د تښتېدلو بندیانو د نیولو عملیات یې پیل کړي، چې تر دې مهاله یې یو شمېر نیولي دي.

هغه په دې پېښه کې د امنيتي ځواکونو ناغیړي هم یاده کړه.

ده پر امنیتي چارواکو او ولس غږ وکړ، چې د تښتېدلو بندیانو په نیول کې همکاري ورسره وکړي.

لومړي مالومات

د کندهار چاروکو ویلي چې تېره شپه ددغه ولایت له مرکزي زندان څخه ګڼ بندیان تښتېدلي دي.

د کندهار و والي ویاند زلمي ایوبي بي بي سي ته ومنله، چې تېره شپه شاوخوا څلور بجې دغه زندان مات شوی، او ګڼ بندیان ترې تښتېدلي دي.

ښاغلي ایوبي زیاته کړه، چې زندانیانو د زندان له منځه بهر ته یو تونل ویستلی او له همدې لارې تښتېدلي، خو کره شمېر یې مالوم نه دی.

خو یو شمېر رسنیو رپوټ ورکړی، چې له دغه زندان څخه سلګونه طالب بندیان په تېښته بریالي شوي دي.

Image caption کندهار والي وویل چې د تښتېدلو بندیانو د نیولو عملیات یې پیل کړي، چې تر دې مهاله یې یو شمېر نیولي دي.

په کندهار کې ځايي خبریال مامون دراني بي بي سي ته وویل، دغه زندان چې د کندهار ښار په لوېديځ نوي ښار سیمه کې پروت دی، د افغان او بهرنیو ځواکونو کمربندونه ترې راتاو او ترڅنګ یې د استوګنې د ځای سربېره د کندهار-هرات لویه لاره هم پرته ده، خو بیا هم ګڼ شمېر زندانیان په تېښته بریالي شول.

له زندانه د بندیانو د تښتېدو خبره د کندهار د زندان امر غلام دستګیر مایار هم منلې ده.

وسله والو طالبانو ویلي ذغه زندان د دوی ملګرو مات کړی، چې په وینا یې ۵۴۱ زندانیان ترې تښتېدلي، خو چارواکو د تښتېدلو بندیانو کره شمېره نه ده په ډاګه کړې.

Image caption د کندهار پر زندان د افغان ځوکونو ترڅنګ بهرني ځواکونه هم ګزمې کوي.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي بي بي سي ته ویلي، له زندان څخه تښتېدلي بندیان خپلو ځایونو ته رسېدلي، خو د کندهار چارواکو ویلي چې یو شمېر بندیان یې نیولي دي.

د کندهار په مرکزي زندان کې د جنايي بندیانو ترڅنګ سیاسي بندیان هم په کې ساتل کېږي.

د ۲۰۰۸ د جون پر ۱۳مه هم له دغه زندان څخه سلګونه بندیان تښتېدلي ول.

د کندهار مرکزي زندان درې بلاکونه لري، چې یو یې د سیاسي بندیانو، بل د جنايي او درېیم یې د نورو لپاره ځانګړی شوی دی.

کندهار د افغانستان په سوېل کې يو له هغو ناامنه ولايتونو څخه دى چې هر وخت ترېنه د د وسله والو طالبانو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د نښتو خبرونه ورکول کېږي .

ورته مطالب