د خوست ۹ ولسوالۍ قاضیان نه لري

خوست د هېواد په جنوب ختيځ كې پروت هغه سرحدي ولايت دى چې د حكومت په اداري چوكاټ كې درېيمه درجه لري او نژدې دوې لسيزې وړاندې د ولايت كچې ته لوړ شوى دى.

خوست دا مهال ۱۲ ولسوالۍ او د درو ولسواليو برابره مركزي ساحه لري.

د ګڼو ستونزو ترڅنګ د خوست مېشتو يوه ستونزه داده چې له ۱۲ څخه په نهو ولسواليو كې يې قضايي ادارې يا قاضيان نه شته.

د ځاځي ميدان، تڼيو او نادرشاه كوټ ولسواليو پرته د نورو نهو ولسواليو اوسېدونكي اړ دي چې د قضايي ستونزې پرمهال د ولايت په مركز خوست ښار كې د استيناف محكې ته راشي.

داسې كسان هم شته چې د خوست په محاكمو كې دوسيې لري وايي چې دوسيې يې كلونه -كلونه ځنډېدلې دي.

په خوست كې د محاكمو كمزورتيا ډېر خلك اړ كړي دي چې خپلې دعوې په قبيلوي چوكاټ كې د مركو او جرګو له لارې حل كړي.

د قضیو فیصله کوونکي هوټل

د كليوالي جرګو ترڅنګ په خوست ښار كې داسې هوټلونه هم شته چې د دعوا فيصله كوونكو په نوم شهرت لري.

په دې هوټلونو كې په دعوو لانجو پوهېدونكي قومي مشران او ملايان ناست وي، او د سيمه والو دعوې فيصله كوي.

خو دا مهال د خوست ښار په شمول په زياتره سيمو له منځګړو هم شكايت دادى چې په لوى لاس دعوې اوږدوي، غوړې ډوډۍ غواړي او جيبونه ډكوي.

په خوست كې د صبريو په څېر ولسوالۍ هم شته چې قومي شورى د قاضيانو رول لوبوي.

داسې دوسيې هم شته چې لرونكو يې د حكومت مخالفو وسله والو ته مراجعه كړې ده.

كه څه هم وسله وال طالبان په ډاګه په خوست كې كوم مركز نه لري، خو اړ خلك دې موخې ته د رسېدو لپاره له ډيورنډ پولې تېرېږي او په وزيرستان كې د افغاني طالبانو مشرانو ته ورځي او د خوست په مسالو كې مرسته ترې غواړي.

د سپېرې ولسوالۍ يو تن سپين ږيرى همداسې څوګ وو چې خپله حقوقي دعوى يې وسله والو طالبانو ته وروړې وه.

ده ماته خپل نقل وكړ خو غږ يې ځكه نه ثبتولو چې له حكومت او وسله والو طالبانو دواړو څخه وېرېده.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .