د پکتیا والي له چاودنې روغ رمټ ووت

ښاغلی همدرد
Image caption پر ښاغلي همدرد دغه برید په تېرو اتو میاشتو کې په ګردېز کې تازه پېښه ده.

د پکتیا والي جمعه خان د ساتونکو پر ګاډي چاودنه شوې ده.

برید نن سهار شاوخوا نهه بجې په ګردېز ښار کې هغه مهال شوی، چې والي له خپل کوره د دفتر پر لور روان و.

د پکتیا ځايي چارواکو وویل د سړک پرغاړه په ګلدانۍ کې ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي هغه مهال وچاودېدل، چې د والي ګاډی ترې تېر او د ساتکو ګاډي ورورسېدل.

په چاودنه کې د والي جمعه خان همدرد درې ساتونکي او یو ولسي وګړی ټپیان شوي دي.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، چاودېدونکي توکي د دوی له خوا ځای پرځای شوي ول چې په وینا یې څلور پولیس په کې ټپیان شوي او والي روغ رمټ وتلی دی.

دا په تېرو اتو میاشتو کې په ګردېز کې تازه پېښه ده.

ورته مطالب