افغان پیلوټ شپږ بهرني سرتيري وژلي

ايساف سرتېري
Image caption د ايساف له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د پېښې د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويل شوي.

په افغانستان کې مېشت سوله ساتي ځواکونه ايساف وايي چې شپږ عسکر يې نن (چهارشنبه) په کابل کې د ډزو په يوه پېښه کې وژل شوي دي. د ايساف له لوري په خپره شوې اعلاميه کې دا نه دي ويل شوي چې دغه کسان څنګه او دقیقآ چېرته وژل شوي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي په کابل کې د یوه افغان هوايي پوځي افسر (پیلوټ) او د هغه د بهرنيو همکارانو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته ډزې شوي دي.

د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې په متقابلو ډزو کې يو شمېر کسان وژل شوي او ټپيان دي.

پېښه نن سهار له غرمې وړاندې په يوولسو بجو رامنځته شوې ده.

په خبر پاڼه کې د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزييات نه دي ورکړل شوي.

دا څويم ځل دی چې د افغان امنيتي ځواکونو او د هغوی د بهرنيو همکارانو ترمنځ دا ډول شخړې رامنځته کيږي.

د دې لړۍ وروستۍ هغه د فارياب پېښه وه چې د ملي اردو يوه سرتېري څو بهرني سرتېري په ډزو ووژل او پخپله وتښتېد.

د تېر کال په نومبر میاشت کې د افغانستان یوه سرحدي پولیس یو امریکایی سرتېری هغه مهال په ډزو وواژه، چې افغان پولیسو ته یې روزنه ورکوله.

تېر کال په يوه بله ورته پېښه کې یوه افغان سرتېري پنځه برتانوي سرتېري په ډزو ووژل .

ورته مطالب