'ډګروال احمدګل پیلوټ له طالبانو سره هېڅ اړیکه نه لرله'

.
Image caption د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې د يوې لفظي شخړې په ترڅ کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې وه.

د هغه افغان پيلوټ کورنۍ چې د چارشنبې پر ورځ يې نهه بهرنيان ووژل وايي چې دغه پخواني پوځي افسر له طالبانو سره هېڅ تړاو نه درلود .

د وژل شوي پيلوټ ډگروال احمد گل پيلوټ د کورنۍ غړي وايي دغه هر څه د يوې لفظي شخړې په ترڅ کې پېښ شوي او هېڅ راز سياسي انگيزه نه لري .

تېره ورځ طالبانو ادعا کړې وه چې گو اکې وژل شوى پيلوټ د دوى ملگرى و او د دوى په لارښوونه او سپارښتنه يې بهرني ځواکونه وژلي دي .

دغه وژل شوي ډگروال چې شاوخوا ۳۰ کاله يې په هوايي ځواکونو کې دنده ترسره کړې، د چارشنبې پرورځ د ناټو اته سرتېري او يو تن ملکي قرار دادي په ډزو وژلي وو .

د وژل شوي افغان پيلوټ ډگروال احمدگل د پلار کور د کابل په زړه کې دى دغلته د هغه گڼ خپل خپلوان او دوستان ورغلي وو، د هغه د کور کوڅه د خلکو نه ډکه وه، د هغه دوه زلمکي زامن د مېلمنو په پالنه بوخت وو او هر راغلي مېلمه به يې د غرمې ډوډۍ ته ورباله.

د هغه پلار د خپل وژل شوي زوى د جنازې د ورتگ لارې څارلې.

د نوموړي مېرمن بي بي سي ته وويل چې د خپل مېړه د وژل کېدا خبر يې د رسنيو له لارې اورېدلى دى:

''زه د تلويزيون له لارې خبره شوم، ډېر بد حالت راباندې راغی، يو ناڅاپه خبر شوو، زموږ په کور کې يوازېنى کس همدغه سړى و چې گټه وټه يې کوله، زامن مې واړه دي، مشر زوى مې محصل دى نور هېڅوک نه لرو.''

وژل شوى پيلوټ اوه اولادونه لري چې مشر يې د ۱۸ کالو او کشرى يې يونيم کلن دى.

هغه ته د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال په هوايي بلاکونو کې يو درې کوټيز کور ورکړل شوى و، چې د مېرمنې په وينا يې هغه هم د تنگلاسۍ په وجه څه موده وړاندې وپلورل شو او دا مهال د خپل پلار سره يو ځاى په يوه کور کې اوسېږي.

د هغه پلار يې دوه خونې ورکړې وې، د نوموړي کورنۍ ادعا کوي چې په دې وروستيو کې د تنگلاسۍ په وجه يې عصاب هم کمزوري شوي وه او کله ناکله به يې په کور کې هم شخړې کولې.

د ډگروال احمد گل گاونډيانو د ده په باب له څه ويلو ډډه کوله.

د چارشنبې پر ورځ له غرمې مخکې پيلوټ احمد گل د هوايي قول اردو په غولي کې د يوې لفظي شخړې وروسته نهه تنه بهرنيان چې اته يې پوځي او يو يې نا پوځي قراردادي وو په ډزو ووژل او خپله هم د هغوى له خوا په گولۍ وويشتل شو.

د ده تر وژل کېدا لږ وروسته طالبانو رسنيو ته ويلي وو چې گواکې دغه کس د هغوى ملگرى و او د هغوى په لارښوونه يې دغه چاره تر سره کړې، خو د ډگروال احمدگل کورنۍ بيا وايي چې نوموړي تر ۳۰ کالو زيات په هوايي ځواکونو کې دنده تر سره کړې او د هېڅ يوې ډلې سره يې تړاو نه لاره .

د هغه ورور محمد حسن صاحبي چې روغتون ته د خپل ورور د جنازې د تر لاسه کولو لپاره ورغلى و، بي بي سي ته وويل چې د هغه ورور له بهرنيانو سره د يوې لفظي شخړې په پايله کې له هغوى سره په نښته کې وژل شوی دى.

هغه و نه ويل چې دغه لفظي شخړه د څه له امله راپورته شوه او دوى ته د دغې شخړې په اړه مالومات کومې سرچينې ورکړه، خو د نوموړي ټينگار دا و چې ورور يې له هېڅ يوې سياسي ډلې سره اړيکي نه لرل او له کلونو راهيسې يې په هوايي ځواکونو کې دنده ترسره کوله:

''شاوخوا ۳۰ کاله یې په اردو کې کار کړی، په وطن مین او فعال افسر و، تر لفظي شخړې وروسته یې دا برید کړی. ''

د افغانستان د دفاع وزارت هم وايي چې د يوې لفظي شخړې په ترڅ کې افغان او بهرنيو ځواکونو ته مرگ ژوبله اوښتې وه.

ورته مطالب