کابل:له امريکايي سفير او پوځي قوماندان سره همکاري کوو

ارګ د انځور حقوق b

افغان حکومت د ولسمشر بارک اوباما له لورې په افغانستان کې د دوو لوړ پوړيو پوځي او سياسي امريکايي چارواکو د ځای ناستو د ټاکلو په اړه پخپل لومړي غبرګون کې له دغو امريکايي چارواکو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

کابل وايي له واشنګټن سره يې اړيکي په افرادو او اشخاصو پورې تړلي نه دي، بلکې د يوې مشخصي او دوه اړخېزې ستراتېژۍ پر اساس پالل کېږي.

د ولسمشر کرزي د وياند مرستيال حامد علمي د امريکا د حکومت په امنيتي برخه کې د نويو بدلونونو او ټاکنو په تړاوو بي بي سي ته وويل، دوی ته د افرادو بدلېدل را بدلېدل مهم نه دي.

هغه زياته کړه دوی همکاري او ګډ کار ته ارزښت ورکوي.

ولسمشر اوباما تېره ورځ جان الن په افغانستان کې د امريکايي او نورو بهرنيو ځواکونو د عمومي قومندان ډېوېډپېټريس پر ځای او په بغداد کې خپل پخوانی سفير رايان کروکر يې د اېکېنبيري پر ځای د کابل لپاره سفير اعلان کړ.

ولسمشر اوباما د بهرنيو ځواکونو اوسنی قومندان جنرال ډېوېډ پېټريس د سي آی اي مشر ټاکلی خو،په کابل کې داوسني امريکايي سفير کارل اېکېنبيري برخليک لا معلوم نه دی.

د افغانستان لپاره د بهرنيو ځواکونو راتلونکی مشر جان الن دا مهال د امريکا په مرکزي قوماندې کې د مرستيال قوماندان په توګه په منځني ختيځ او مرکزي اسيا کې د پوځي عملياتو څارنه کوي،او د عراق په جګړې کې يو ستايل شوی جنګيالی بلل کېږي.

د ده په اړه ويل کېږي چې په عراق کې يې سني قبايل له القاعدې جلا او د هغوی پر ضد راوپارول.

افغانستان ته د امريکا راتلونکی سفير کروکر په عربي خبرې کوي او د پاکستان تر څنګ په عراق، کويټ او لبنان کې هم د امريکا سفير پاتې شوی دی.

نوموړي دوه کاله وړاندې تقاعد اخيستی و او اوس د امريکا د ټيکساس ايالت په يوه پوهنتون کې دحکومتدارۍ او ملکي خدمتونو د څانګې مشر دی.

دغه دواړه امريکايي چارواکي به په راتلونکي مني کې په افغانستان کې خپلې نوې دندې پیلوي.

ورته مطالب