ناټو: طالبان د حالاتو د بدلولو وس نه لري

جوزېف بلاتز د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلی بلاتز وايي طالبان دا وړتيا نه لري چې له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي.

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه وايي وسله وال طالبان سږ کال له لاسه د وتلو سيمو د بېرته نيولو په لټه کې دي ، خو په وينا يې په حالاتو کې د پام وړ بدلون نه شي را وستلی.

دوی وايي د وسله والو طالبانو پر ځايي مرکزونو د نورو بريدونو په تکل کې دي او دا چې طالبان دا وړتيا نه لري چې له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي.

ناټو دا څرګندونې د وسله والو طالبانو د هغې تازه وينا پاڼې په غبرګون کې کوي چې ويلي يې دي په افغانستان کې سر له سبا د بدر په نوم تازه پسرلني عمليات پيلوي چې له مخې به يې بهرنيان وتو ته اړ شي.

طالبان دغه وينا پاڼه له هغې یوه ورځ وروسته خپروي چې پنټاګون په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د بريدونو د زیاتېدو خبرداری ورکړ.

ناټو ځواکونه وايي د طالبانو د هغو تبليغاتي ګواښونو پروا نه لري چې وايي په خپلو پسرلنيو عملياتو کې پر ناټو او افغان ځواکونو خپلو بريدونو ته زور ورکوي.

ناټو له خپله اړخه د جګړې د سختېدو په اړه چمتووالی وښود ، ويې ويل چې له طالبانو د لاندې کړې سيمو د ساتلو په خوا کې به پر هغوی خپل فشار ته هماغسې ادامه ورکړي.

په کابل کې د ناټو وياند جوزېف بلاتز بي بي سي ته وويل وسله وال طالبان به د له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو هڅې وکړي ، خو په وينا يې برياليتوب د افغان او د هغوی د ملاتړو ځواکونو په برخه دی.

ده وويل: ''موږ پوهيږو چې دوی پلان لري . موږ د دوی خپره شوې وينا پاڼه هم لېدلې. دوی هڅه کوي چې افغانان ، آيساف او افغان امنيتي ځواکونه په نښه کړي. موږ له تېرو دوو ورځو راهيسې دا تعقيبوو.

خو زه تاسو ته ويلم شم چې دوی په حالاتو کې د پام وړ بدلون نه شي را وستلی. څه چې دوی يې د کولو نيت لري دا دي چې دوی هڅه کوي په تېرو شپږو يا لسو مياشتو کې له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي. دوی به د دغو سيمو د بېرته نيولو هڅه وکړي ، خو دوی به ناکامه شي ، ځکه موږ تر پخوا ډېر پياوړي شوي يو.''

Image caption طالبانو ټولو کسانو ته د مرګ ګواښنه کړې چې حکومت پلوي او يا هم له بهرنيانو سره کار کوي.

ښاغلي بلاتز څرګنده کړه چې ناټو په وروستيو څو مياشتو کې د طالبانو زور ور اوبه کړی او ښايي د مخامخ جګړې د وس نه لرلو له وېرې دا ځل خپل جګړييز تکتيک بدل کړي.

ده وويل دا ځل به د وسله طالبانو د غلچکي بريدونو اصلي تمرکز پر افغان او بهرنيو ځواکونو، ځايي قومي مشرانو او حکومتي مامورينو وي.

دا هغه څه دي چې وسله والو طالبانو له خپله لوري په يوه تازه خپره شوې وينا پاڼه کې هم کړي دي.

د طالبانو وینا پاڼې د سولې د عالي شورا او ملي شورا د غړو په ګډون ټولو هغو کسانو ته د مرګ ګواښنه کړې چې حکومت پلوي او يا هم له بهرنيانو سره کار کوي.

وينا پاڼه چې د بدر په نوم د نويو عملياتو د پيلېدو خبر هم په کې ورکړل شوی د پنټاګون له هغه راپور نه يوازې يوه ورځ وروسته خپريږي چې وايي په را روانو مېاشتو کې به ښايي د وسله والو مخالفينو بريدونه زور واخلي.

ورته مطالب