د افغانستان په اړه د پنتاګان تازه ارزونه

افغان ځواکونه د روزنې پرمهال
Image caption په رپوټ کې د مسلکي روزونکو لږوالی، له اردو او پولیسو څخه د سرتېرو تېښته، او د افغان حکومتي ادارې کمزوري او فساد مهمې ستونزې بلل شوې دي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه تازه ارزونه وايي چې د نورو امریکايي پوځيانو له ورتګ سره یو شمېر بریالیتوبونه ترلاسه شوي، خو په مجموعي توګه خونړۍ پېښې ډېرې شوې دي.

د پنتاګان دغه شپږ میاشتنی رپوټ چې د امریکا پارلمان یا کانګرېس ته یې ورکړی، وايي چې د څه باندې ۳۰ زرو نورو امریکايي پوځيانو په ورلېږو له تېر مني راهیسې وسله والو مخالفینو ګوزار خوړلی، خو د تشدد پېښې ډېرې شوې او ښايي په راروانو میاشتو کې جنګ نور هم ډېر شي.

افغانستان ته د نورو امریکايي پوځيانو تر لېږلو وروسته دا د دفاع وزارت لومړۍ ارزونه ده او وايي چې د خونړیو پېښو د ډېروالي یو سبب خپله د پوځيانو ډېروالی وو چې هغو سیمو ته ولاړل چې وسله والو خپل فعالیتونه روان ساتلي وه.

رپوټ وايي چې په راروان یوه کال کې به ښايي بریدونه او وژنې ډېرې شي ځکه وسله وال مخالفین به د بایللو سیمو د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي.

د پنتاګان دغه رپوټ کې د تېر کال وروستۍ او د سږ کال لومړۍ درو میاشتو پرمهال د افغانستان د حالت ازونه شوې او په داسې ورځ خپور شوی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو جګپوړو قومندانانو وویل چې وسله وال مخالفین په راروانو څو ورځو کې په ټول هېواد کې د بریدونو د یوې لړۍ پلان لري.

دوی وویل چې مخالفین غواړي دا وښيي چې د ځينو پرشاتګونو او فشارونو سره سره اوس هم زورور دي.

پنتاګان هم په خپل رپوټ کې وايي چې په راروانو میاشتو کې به بریالیتونه هم وي او پرشاتګ به هم ورسره وي.

رپوټ زیاتوي چې د سلګونو قومندانانو په وژلو او سلګونو نورو جنګیالیو په پخلا کولو سره یې د وسله والو طالبانو جنګي ځواک مهار کړل شوی او مورال یې کمزوری شوی دی.

خو پرهمدې مهال وايي چې دغه لاس ته راوړنې لاهم کمزورې دي .

رپوټ خبرداری ورکوي چې وسله وال مخالفین اوس هم په پاکستان کې له خپلو پناه ګاوو حیاتي ګټه اخلي.

خو دغه رپوټ بر همدې مهال د یو شمېر ستونزو یادونه هم کوي په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو ورړتیا لا اوس هم د رپوټ له مخې د قناعت وړ نه ده.

په رپوټ کې د مسلکي روزونکو لږوالی، له اردو او پولیسو څخه د سرتېرو تېښته، او د افغان حکومتي ادارې کمزوري او فساد مهمې ستونزې بلل شوې دي.

ربوټ زیاتوي چې که څه هم د افغان ځواکونو شمېر او وړتیا لوړه شوې ده، خو اوس هم افغان ځواکونه د بهرنیو له همکارۍ پرته پرخپل سر عملیات نه شي ترسره کولای او په ځانګړي ډول لوجيسټيکي مهارتونه او وړتیا یې لږ ده.

Image caption ټاکل شوې چې په اوو سیمو کې به ددغه مسؤولیت سپارنه شاوخوا دوې میاشتې وروسته پیل شي.

رپوټ ټينګار کوي چې د بهرنیو روزونکو ډېره سخته اړتیا ده، او زیاتوي چې اوس مهال شاوخوا ۱۴۰۰ روزونکي شته او همدومره نور په کار دي.

رپوټ همداراز د افغان ځواکونو له لیکو څخه د کسانو تېښته هم یوه لویه ستونزه بولي او وايي چې په هرو لسو نووو راغلو کسانو کې شپږ غړي بېرته ځي.

د رپوټ په وینا، دغه ستونزه د ۲۰۱۴ کال تر پایه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤولیت د سپارلو پروسه له لوی خنډ سره مخامخ کوي.

د یوه پیاوړي افغان ملي ځواک جوړېدنه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او افغانانو ته د پوځي مسؤولیتونو د سپارلو د پلان تر ټولو مهمه برخه ده.

ټاکل شوې چې په اوو سیمو کې به ددغه مسؤولیت سپارنه شاوخوا دوې میاشتې وروسته پیل شي.

ورته مطالب