پکتیکا: ځانمرګي د شکین د شورا رییس وواژه

پکتیکا
Image caption په برید کې ۱۲ نور ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.

د پکتیکا ولایت شکین ولسوالۍ په سرحد بازار کې ځانمرګي برید د دغې ولسوالۍ د شورا د رییس شیرنواز خان او د هغه د ښځې په ګډون څلور کسان وژلي دي.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان وايي برید نن سهار شاوخوا اووه بجې د شکین ولسوالۍ په سرحد بازار کې شوی.

په برید کې ۱۲ ولسي وګړي ټپیان شوي هم دي.

مخلص افغان ویلي یوه ۱۲ کلن برید کوونکي د شکین ولسوالۍ په بازار کې ځان وچووه.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم برید تایید کړی دی.

د پکتیکا والي محب الله صمیم برید غندلی او د پېښې په اړه یې د پلټنې امر کړی دی.

وسله والو طالبانو په ټول افغانستان کې د بدر د عملیاتو د پیل خبر ورکړی و.

بل خوا د غزني ولایت د زراعت ریاست او امنیه قومندانۍ مخې ته په بایسکل کې ځای پرځای شوي توکي چوول شوي، چې له کبله یې ۱۳ کسان ټپیان شوي.

د غزني امنیه قومندان زړور زاهد وویل ټپیان ټول ولسي وګړي دي چې یوه ښځه او ماشومان هم په کې دي.

همدارنګه، د دغه ولایت په سنجیتک سیمه کې د پولیسو پر یوه ګزمه برید شوی، چې له کبله یې دوه پولیس وژل شوي.

ورته مطالب