په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

احمدزی: د اسامه په وژل کېدو د القاعدې کړه وړنه نه شي بدلېدای

د افغانستان د جهادي تنظيمونو يو پخوانى مشر انجنير احمد شاه احمد زى وايي چې د اسامه بن لادن په وژل کيدو سره به نه د القاعده شبکې او نه هم د طالبانو په جگړه ييزو کړو وړو کې بدلون راشي .

ښاغلى احمدزى چې د طالبانو او القاعدې له خوا روانې پيل شوې جگړې ته د جهاد نوم ورکوي وايي چې دغه جگړه عقيدوي جگړه ده او جنگيالي يې د عقيدو له مخې په جگړه بوخت دي .

ښاغلى احمدزى اسامه يو پرهيزگاره مسلمان بولي او وايي چې هغه تل د اسلام د جنډې د هسکولو لپاره مبارزه کړې او د جهاد پر مهال يې د افغان مجاهدينو په کلکه ملاتړ کړی دى .

زموږ همکار محمود کوچي د ښاغلي احمدزي سره په مرکه کې لومړى د اسامه د ژوند او مبارزې په اړه پوښتنه کړې ؟