ګروسمن: امریکا نه غواړي په افغانستان کې دايمي اډې ولري

ښاغلی ګروسمن
Image caption ښاغلی ګروسمن وویل چې د افغانستان ګاونډیان په تېره بیا پاکستان ، ایران او روسیه په سیمه کې د باثباته او پیاوړي افغانستان درلودو ته باید خوښ و اوسي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي کابل ته په خپل سفر کې د پاکستان هغه اندیښنې بیځایه وبللې چې په افغانستان کې یې د امریکا د دایمي پوځي اډو په اړه لري.

پاکستان وړاندې ویلي وو چې امریکا هر ګام باید پدغه هېواد کې د افغانستان او د هغه له ګاونډیانو سره په تفاهم کې واخلي.

خو مارک ګروسمن په کابل کې خبریالانوته وویل چې دوی په افغانستان کې تل پاته پوځي اډې جوړول نه غواړي، خو یو ځل بیا یې تکرار کړه چې پدغه هیواد کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د امریکا حضور اړین دی .

دغه لوړ پوړي امریکا یې چارواکي وویل چې د امریکا او افغانستان ترمنځ پر ستراتیژیک سند غور کول غواړي چې وکولای شي روښانه او افغانانو ته د منلو وړ سند ترې جوړ شي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمن په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل چې غواړي له دې لاري د افغانستان سیاسي موسسې غښتلې کړي او یو داسې سند ترې جوړ شي چې د افغانستان د خلکو او مشرانو ملاتړ تر لاسه کړای شي.

تر دې وړاندې ددغه سند په اړه د خلکو اندېښنې راپورته شوې چې ګني په هغه کې د افغانستان د ګټو خلاف څه نه وي راغلي خو ښاغلی ګروسمن وایي ددوی هدف همدا دی چې دغه سند په واضح ډول تر ۲۰۱۴ کال وروسته چې له افغانستا ن څخه د امریکایې پوځیانو د وتلو وروستۍ نېټه ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي تفسیر کړي.

ښاغلي ګروسمن په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو د جوړولو له اړخه د پاکستان اندیښنې بېځایه وبللې او ويې ویل چې امریکا نه غواړي په دغه هېواد کې دایمي اډې ولري خو په افغانستان کې یې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم د امریکایانو حضور اړین وباله.

ده وویل چې د افغانستان ګاونډیان په تېره بیا ده پاکستان ، ایران او روسیې ته اشاره وکړه چې په سیمه کې د باثباته او پیاوړي افغانستان درلودو ته خوښ و اوسي.

په دې وروستیو کې ځینې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګني د پاکستان استخباراتي ډله ای اېس ای په هغه هېواد کې د ترهګرو ملاتړ کوي، خو ښاغلي ګروسمن په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه یوازې دا یې وویل چې پاکستان پخپله د ترهګرۍ قرباني شوی او امریکا د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې له پاکستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی.

Image caption په دې وروستیو کې ځینې داسې راپورونه خپاره شوي چې ګني د پاکستان استخباراتي ډله ای اېس ای په هغه هېواد کې د ترهګرو ملاتړ کوي،

ښاغلي ګروسمن چې د هند له سفره راستون شوی، په کابل کې د ولسمشر کرزي د امنیتي چارو سلاکار رنګین دافر سپنتا ، جنرال پترویس او د ناټو له نوي ملکي استازي دغه راز د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ، د مدني ټولنو له استازو او سولې د عالي شورا له مشرانو سره کتلي دي .

ټاکل شوې ددوشنبې پرورځ هم له ځینو افغان چارواکو سره خبري وکړي او بیا به د پاکستان او تر هغه وروسته سعودي عربستان ته ولاړ شي.

په ټوله کې ددغه سفر هدف د هغې پالیسۍ عملي کیدل وښودل سول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان او امریکا ترمنځ داړیکو په اړه ټاکلې وه او دا چې څنګه کولای شي تر دې ورورسته په افغانستان کې ددوی په خبره دیپلوماتیک موج رامنځ ته کړي.

ورته مطالب