د اسامه په وژنه به د امریکا پوځي ماموریت پای ومومي؟

کارل ایکنبیري
Image caption کارل ایکنبیري: ''هماغسې چې ولسمشر اوباما وويل دغه برى به له ترهګرۍ سره زموږ د مبارزې په چاره کې وروستۍ هڅې نه وي، د افغانستان د خلکو نه د امريکايي ځواکونو ملاتړ به د تېر په څېر دوام ومومي.''

په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ترمنځ دا خبره راپورته شوې چې ايا له دې وروسته به يې پوځي ماموريت دغلته پاى ته ورسېږي که څنگه ؟

ځينې امريکايي سرتېري هيله من دي چې ښايي په راتلونکو څو مياشتو کې د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې ژور بدلونونه راڅرگند شي.

دا رنگه دغه بحثونه هم د افغانستان په گاونډيو هېوادونو او هم په عربي نړۍ کې ډېر تاوده شوي دي، خو امريکايي چارواکي وايي چې د افغان ولس نه به د هغوى د ملاتړ لړۍ روانه پاتې شي.

په پاکستان کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن له وژل کېدو سره هم مهاله هم په افغانستان او هم په سيمه کې په دې تړاو چې ايا له دې سره به دغلته د نړيوال ځواکونو پوځي ماموريت پاى ومومي که څنگه يو لړ بحثونه او اندېښنې راټوکېدلې دي.

تر نورو هغو ډېر دغه پوښتنې او اندېښنې له امريکايي ځواکونو سره ډېرې دي.

په افغانستان کې ځينې امريکايي سرتېري په دې باور دي چې گواکې د اسامه بن لادن په وژلو سره نوره جگړه پاى ته ورسېده.

په کابل کې دوه تنه امريکايي سرتېري:''هيله من يم چې په راتلونکو مياشتو کې ژور بدلونونه په ټولو برخو کې او په تېره بيا زموږ په پوځي عملياتو کې څرگند شي. ''

''دغه فرصت مخ پر وړاندې روان دى، او له امنيتي پلوه دا يوه تل پاتې شيبه ده، خو تاسو پوهېږﺉ چې د دغې پېښې تر شا کېداى شي چې ځينې گواښونه هم رادبره شي . ''

ځينې نور ځواکونه بيا د ترهگرۍ سره په جگړه کې يو لړ بدلونونو ته په تمه دي او يو شمېر نور بيا دا شونتيا هم نه ردوي چې د القاعدي د مشر تر وژل کېدو وروسته به دوى د يو لړ سختو گواښونو سره هم مخامخ شي:

''جگړه پاى ته ورسېده او ښايي هغوى به تللي وي، خو زموږه ماموريت پاى ته نه دى رسېدلى. ''

''زموږ په ژوندانه کې دغه پاڼه وتړل شوه، ځکه چې اسامه بن لادن د رياتې مودې لپاره لادرکه و، خو اوس دغه کيسه تمامه شوه .''

د دې تر څنگ د افغانستان د گاونډيو هېوادونواو عربي نړۍ رسنيو هم داسې رپوټونه خپاره کړي چې ايا د القاعده شبکې د مشر تر وژل کېدو وروسته به د امريکا پوځي حضور ته دغلته اړتيا پېښه شي او که نه؟

د ايران رسمي خبري اژانس پخپل يو رپوټ کې د هغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د وياند رامين مهمان پرست له قوله ليکلي چې له دې وروسته امريکې ته نه ښايي چې د جگړې په نامه سيمې ته زيات ځواکونه واستوي ، خو امريکايي لوري دغو اندېښنو ته په لومړي غبرگون کې ويلي چې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته به هم هغه هيواد له افغانستان سره مرستې او ملاتړ کوي.

په کابل کې د امريکا سفير کارل ايکنبيري وايي چې لا هم ډيرې چارې پاتې دي چې تر سره شي:

Image caption ځينې امريکايي سرتېري هيله من دي چې ښايي په راتلونکو څو مياشتو کې د ترهگرۍ پر ضد جگړه کې ژور بدلونونه راڅرگند شي.

''هماغسې چې ولسمشر اوباما وويل دغه برى به له ترهګرۍ سره زموږ د مبارزې په چاره کې وروستۍ هڅې نه وي، د افغانستان د خلکو نه د امريکايي ځواکونو ملاتړ به د تېر په څېر دوام ومومي. متحده ايالات به د القاعده نور مشران هم وڅاري او د افغانستان د خلکو سره به د مرستو لړۍ روانه وي، موږ به د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا او د خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره په خپلو ژمنو ولاړ پاتې شو ، سره له دې چې دا د افغانستان او زموږ د هېواد لپاره ستره ورځ ده، خو لا هم ځينې چارې شته چې بايد ترسره شي. ''

خو اوس پوښتنه دا ده چې ايا د اسامه تر وژل کېدو وروسته به په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو برخليک څنگه کېږي او ايا دا چاره به د اورپکو پر کړو وړو څه راز اغېز پرې باسي.

ښايي ډېر افغانان د دغو پوښتنو لپاره مودې مودې په تمه پاتې شي، خو يوه خبره چې څرگنده ده هغه دا ده چې د اسامه وژل پر افغانستان د امريکې د بريد ستر دليل په گوته شوى، خو اوس ښايي د نوموړي مرگ د جگړې پاى و نه گڼل شي، لکه څنگه چې لويديځوالو مشرانو ويلي دي دا شونتيا هم شته چې د القاعده شبکې غړي د خپل مشر د وژلو پر سر د غچ اخيستلو کړنې ډېرې کړي او له امله يې جگړه يو بل پواو ته وردننه شي .

ورته مطالب