'دفاع وزارت د پوځ ټولو قطعو ته د احضاراتو لارښوونه کړې'

افغان سرتېري
Image caption د دفاع وزارت د ویاند په دغو څرګندونو سره افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې درېدلی چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن پر استوګنې د نه خبرېدو په تړاو د اسلام اباد پر دریځ شک کوي.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي د القاعده د مشر اسامه بن لادن په وژل کېدو پسې یې د امنیت د خوندیتوب لپاره د احضاراتو حالت ته د پوځ د راوستو په ګډون ګڼ احتیاطي ګامونه اخیستي.

د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي خبر یالانو ته وویل کېدای شي په توند لارو پورې تړلي کسان د څه مودې لپاره غچ اخیستونکو بریدونو ته مخه کړي.

جنرال عظیمي د پاکستاني چارواکو پر هغه دریځ هم شک وښوده چې وایي دوی د برید تر مهاله د القاعده د مشر د پټنځای په اړه معلومات نه لرل.

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي دا مهال یې ډېر پام د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په غچ کې د احتمالي بریدونو په مقابلې او مخنیوي راټول دی.

د وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وویل د دا وړ احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د هېواد د امنیتي ادارو او ارګانونو تر مینځه د همغږۍ زیاتېدو ته د پام ترڅنګه د پوځ ټولو قطعو او جزوتامونو ته هم د احضاراتو لارښوونه شوې:

Image caption جنرال عظیمي د پاکستاني چارواکو پر هغه دریځ هم شک وښوده چې وایي دوی د برید تر مهاله د القاعده د مشر د پټنځای په اړه معلومات نه لرل.

''کېدای شي د اسامه بن لادن په وژل کیدو پسې د لنډې مودې لپاره د غچ اخیستوهڅې وشي . خو د سیمې او نورې نړۍ د هیوادونو په څیر موږ دلته په افغانستان کې هم لازم احتیاطي او امنیتي ګامونه پورته کړي دي. البته موږ په دې خبر یو چې د القاعده نامعلوم شمېر کسان په افغانستان کې شته او کیدی شي هغوی دغې وژنې ته غبرګون وښيي خو موږ هم له خپل لورې د نا امنۍ د هرې احتمالي پیښې مقابلې ته چمتو یو.''

تر افغانستان وړاندې د پاکستان، امریکا او ګڼو نورو لوېدیځو هېوادونو سیاسي او پوځي مشرانو هم امنیتي ځواکونو ته د القاعده له لورې د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره د کلکو امنیتي ګامونو د اخیستو لارښوونه کړې وه.

پاکستان ته ګواښ

بل خوا د پاکستاني طالبانو خلاف چې د اسامه بن لادن د وژل کېدو په غچ کې یې له وړاندې د پاکستان پر پوځ او حکومت د سختو بریدونو ګواښ کړی، په افغانستان کې لا تر اوسه طالبانو د القاعده د مشر د وژل کېدو په تړاو په څرګنده کوم ګواښ نه دی کړی.

د طالبانو يوه ویاند بي بي سي ته همدومره ویلي چې په دې اړه د دریځ خپلول د دوی د مشرتابه واک دی.

جنرال ظاهر عظيمي خبریالانو ته په څرګندونو کې د پاکستاني چارواکو دا ادعا هم ناسمه وبلله چې وایي دوی د القاعده پر مشر د برید تر مهاله په دې نه و خبر چې هغه ګنې په پاکستان کې دی.

Image caption ګیلاني:''د ترهګرۍ پرضد جګړه یوازې د یوه هېواد کار نه دی، بلکې په ګډه باید مبارزه وشي چې په دې لړ کې پاکستان د نړۍ همکارۍ ته اړتیا لري.''

ښاغلي عظيمي وویل دا به څوک و مني او څنګه به یې ومني چې د پاکستان استخبارات دې د خپلو مهمو پوځي تاسیساتو څنګ ته پوره پنځه کاله د دومره مهم سړي په اوسېدو خبر نشي؟

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند تر دې هم ور واوښت او زیاته یې کړه چې که د پاکستان پوځ او استخبارات په خپله خاوره کې د القاعده د مشر په څېر د مهم سړي په اوسېدو نه خبرېږي نو معنی یې دا ده چې د خپلې اتومي وسلې له خوندیتوب نه هم بې خبره دي او دا خطر شته چې دغه وسلې هم د ترهګرو منګولو ته ولوېږي.

د دفاع وزارت د ویاند په دغو څرګندونو سره افغانستان هم د هغو هېوادونو په کتار کې درېدلی چې په پاکستان کې د اسامه بن لادن پر استوګنې د نه خبرېدو په تړاو د اسلام اباد پر دریځ شک کوي.

ورته مطالب