په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

وحيد مژده د طالبانو او اسامه ترمنځ پر اړیکو غږېږي

افغان شنونکی وحيد مژده له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې د طالبانو او د القاعدې ډلې د بنسټګر او مشر اسامه بن لادن ترمنځ پر اړیکو غږېږي.

نوموړی د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱ تر پېښو وړاندې او تر هغه وروسته دغو اړیکو ته په اشارې وايي، چې د طالبانو د رژيم پرمهال یې دوه ځلې له اسامه بن لادن سره په پېښور او کابل دواړو کې کتلي او په همدې موده کې یې د القاعدې له یو شمېر نورو غړو سره هم لیدلي دي.

وحيد مژده د طالبانو د تحریک د واکمنۍ پرمهال د بهرنیو چارو په وزارت کې جګپوړې دنده لرله.

نوموړی وايي چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال جګپوړي طالب مشران پر دوو برخو وېشلي ول، یوې یې له افغانستان څخه د اسامه د ایستلو غوښتنه کوله، خو دویمې ډلې بیا هغه یو مېلمه بللی و.

په کابل کې زموږ همکار خپلواک ساپي له ښاغلي مژده سره ځانګړې مرکه کړې ده. د مرکې په سر کې د طالب مشرانو او اسامه بن لادن تر مینځه د اړیکو پر پیل غږېږي.