په لوی ښار کې یوازې یو دوکان

د افغانستان په ختيځ کې د تر ټولو لوى ښار جلال اباد د موسيقي د کسيټونو او سي ډي ګانو وروستى دوکان د وسله په لاس پوليسو له خوا ساتل کېږي.

د ننګرهار ولايت په مرکز کې يو شمېر دغه ډول دوکانونه په چاودنو کې ويجاړ شول او د نورو مالکانو ته يې نامعلومو وسله والو گواښونه وکړل.

د ولسواليو اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو يې د سندرو کسيټونه مات کړي او هغسې يې گواښلي لکه د طالب واکمنۍ په کلونو کې چې به خلک ورسره مخامخ وو .

په ننگرهار کې پر موسيقۍ د طالبانو د بنديز په باب د بي بي سي د ځانگړي څېړنيز رپوټ پيل له جلال اباده د ببرک مياخيل په رپوټ کوو .

قمر گله، استاد ايوب، استاد قديم او رحيم غمزده د ننگرهار څو د گوتو په شمېر سندرغاړي دي چې له دې ځايه يې غږ پورته کړ او د افغانستان له پولو پورې غاړو ته يې هم مينه وال وموندل.

محمد دين زاخېل بيا د ننگرهار هغه کمپوزر و چې د افغانستان ډېرو سندرغاړو ته يې تلپاتې سندرې ډالۍ کړې.

خو د موسيقۍ د همدغو سټو په کور کلي کې يو وار بيا په رباب، شپېلۍ او سندرې گونگه روژه نيول شوې ده.

دا چاره د طالبانو په واکمنۍ کې هم وه خو د طالبانو د حکومت له نسکورېدا وروسته يوازې په جلال اباد کې د سندرو د کسيټونو او سي ډي گانو تر ۵۰ ډېر دوکانونه پرانيستل شول.

سي ډي ګانې

د ننگرهار د ولسواليو اوسېدونکي او د لويو لارو موټروانان بيا د وسله والو له لورې د کسيټونو د ماتولو او گواښونو خبرې هم کوي.

د دوى کاروبار ښه و .

ځينو هغو مساپرو چې د ډيورنډ پورې غاړې ته يې سفر کاوۀ، د جلال اباد له هټيو کسيټونه اخيستل.

خو له تېرو څو مياشتو دغو هټيو ته گواښونه وشول.

ځينې يې په زور وتړل شول نورو ته يې بمونه کېښودل شول.

د افغانستان په ختيځ کې د تر ټولو لوى ښار جلال اباد په لرو بر کې ما يوازې يو داسې دوکان وليد چې لا هم د سندرو کسيټونه پلوري.

دغې هټۍ ته هم په وسله سمبال پوليس ولاړ و .

مشتريان يې کم و . د موسيقۍ مينه وال وايي اوس له کابل يا پېښوره کسيټونه اخلي.

د ننگرهار د ولسواليو اوسېدونکي او د لويو لارو موټروانان بيا د وسله والو له لورې د کسيټونو د ماتولو او گواښونو خبرې هم کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .