کندهار: ۲۳ برید کوونکي وژل شوي او نیول شوي دي

د کندهار چارواکي وايي پر کندهار ښار د برید کوونکو له ډلې ۱۴ د امنیتي سرتېرو له خوا ویشتل شوي، اوو یې خپل ځانونه چوولي او اووه کسان نیول شوي، چې دوه په کې برید کوونکي ول.

دوی وايي چې له نن سهار راهیسې دوو نورو د ترافیکو مدیریت ته څېره په ودانۍ کې مقاومت کاوه، خو اوس کړۍ پرې راتنګه شوې ده.

په دغو بریدونو کې پنځه کسه وژل شوي، چې درې یې ولسي وګړي او دوه پوځيان دي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د کندهار- هرات، کندهار – کابل، کندهار- سپین بولدک لارې تړل شوې دي او بازار بند دی.

په دغو عملیاتو کې سرحدي پولیس، ملي امنیت د دویمې حوزې سرتېري په ګډه د بریدکوونکو پروړاندې مقاومت کوي.

پر هغه ودانۍ چې وسله وال ورختلي او له هغه ځایه بریدونه کوي، د ایساف چورلکې څارنه کوي او کله – ناکله پرې ډزې هم کوي.

وسله والو طالبانو تېره ورځ په کندهار کې پر درو امنیتي ځایونو جګړه پیل کړه.

نننی برید

کندهار والي وايي چې ده ته هېڅ زیان نه دی اوښتی او دا مهال له خپلو امنيتي نژدې ملګرو سره ناست دی .

د کندهار ولایت د مقام په ګډون په درو ودانیو په بریدونو کې تر لسو ډېرې چاودنې شوې، چې شپږ ځانمرګي ول.

کندهار والي توریالی ویسا وايي چې ده ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

په بریدونو کې ۲۳ کسان ټپیان شوي، او پر هغې ودانۍ چورلکې راکټ راغورځوي، چې وسله وال یې د والي پر دفتر د برید لپاره بام ته ختلي ول.

وړاندې د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ويلي ول، چې په بریدونو کې کندهار والي توریالی ویسا وژل شوی، خو ښاغلي ویسا وویل چې ده ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

ښاغلي ویسا بي بي سي ته وویل :''قاري یوسف چې زما د وژلو په اړه غږېدلی، ناسم دی، زه په خپل دفتر کې له خپلو همکارانو سره روغ رمټ یم، کوم کسان چې طالبانو ددغه برید لپاره رالېږي، زه ډاډ درکوم چې وضعیت ترکنټرول لاندې دی. ''

مخکینی راپور

د کندهار ولایت پر درو ځایونو (د والي پر دفتر او د اوسېدو پر ځای، د ملي امنیت پر ودانۍ او د عامه نظم د پولیسو پر مرکز) وسله والو طالبانو بریدونه کړي.

برید نن (شنبه، د مۍ اوومه) وروسته له هغه غرمه مهال د والي پردفتر له ختيځ او سوېل څخه پیل شوی، چې وسله وال طالبان دوو ودانیو ته وختل او له هغه ځایه یې بریدونه پیل کړل.

په کندهار کې د دوو درنو چاودنو غږ هم اورېدل شوی دی.

ایساف ځوکونه

د وسله والو د دغو بریدونو په قابو کې کولو کې ایساف ځواکونو هم برخه اخیستې ده.

د کندهار امنيتي چارواکو ویلي تراوسه په دغو بریدونو کې ۱۱ کسان ټپیان شوي، چې درې په کې پولیس او اته ولسي وګړي دي.

سیمه د پولیسو او بهرنیو ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده.

ددغه برید په کنټرولو کې له هوايي ځواک هم ګټه اخیستل شوې، او د برید پر سیمه چورلګې ګرځي.

وسله والو طالبانو د برید پړه منلې او ویلي دي چې له څلورو خواوو یې د والي پر دفتر، ملي امنیت او د عامه نظم د پولیسو پرمرکز بریدونه کړي.

د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي: ''د والي پر مقام له شمالي او ختيځ څخه مخامخ بریدونه پیل شوي دي.''

کندهار زندان

د تېر اپریل پر ۲۵مه د کندهار له زندان څخه شاوخوا ۵۰۰ طالب بندیان د یوه لغم له لارې په تېښته بریالي شول.

ای ایف پي ته یوه عيني شاهد ویلي د والي د مقام د ننه درنه چاودنه شوې، چې تر هغه وروسته له ودانۍ لوګي پورته کېدل.

یوه عيني شاهد رویټرز خبري اژانس ته ویلي برید کوونکي د پنځه ستوریزه هوټل بام ته ختلي او له هغه ځایه د والي پر مقام برید کوي.

تېره اوونۍ وسله والو طالبانو ګواښ کړی و، چې په اوړي کې به خپل بریدونه ډېرا او د 'بدر' په نامه پسرلني عملیات پیل کړي.

د تېر اپریل پر ۲۵مه د کندهار له زندان څخه شاوخوا ۵۰۰ طالب بندیان د یوه لغم له لارې په تېښته بریالي شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .