''پرما تېری کوونکي ونیسئ او اعدام یې کړﺉ''

Image caption قرباني شوې نجلۍ: ''مور او پلار ته مخ نه لرم، د باندې مې نه پرېږدي، بهر راپورې خلک خاندي، دا کسان ونیسﺉ او اعدام یې کړﺉ.''

په تخار ولایت کې پولیس د هغو تورنو کسانو په نیولو تر دې مهاله نه دي بریالي شوي چې پر یوه وړه ماشومه یې ډله ییز جنسي تېری کړی دی.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې ددغه ولایت په یوه کلي کې وسله وال کسان یوه کور ته ننوتل او د کور د غړو په وهلو ډبولو سربېره یې پر یوه ۱۲ کلنه ماشومه جنسي تېری وکړ.

ددغې کورنۍ غړي وايي چې له تېري کوونکو کسانو څخه شپږو تنو یې د پولیسو جامې اغوستې وې او دوه نور یې په شخصي جامو کې وو.

پولیس وايي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

هغه کلی چې په کې پر یوه۱۲ کلنه ماشومه ډله ییز جنسي تېری شوی دی، 'قولبرس' نومېږي، دا یوه لیرې پرته سیمه ده او پېښې یې رسنیو ته ډېره لاره نه پیدا کوي.

موږ په سیمه کې وپتېیله چې ددغې ماشومې کور بیامومو، ګاډي مو نیم ساعت لاره ووهله خو د هغې تر کاله ونه رسېدو.

تر دې وروسته پنځلس دقیقې په خپلو پښو ولاړو چې تر دروازې یې ور ورسېدو، د کور په انګړ کې یوه ماشومه جینۍ ولاړه وه چې ګلابي جامې یې اغوستې وې او سور ټیکری یې پر سر وو.

ماشومه کمزورې او ناهیلې برېښېده، او د شرم احساس یې کاوه ، همدغه مینا وه، هغه نجلۍ چې څو ورځې پرې جنسي تېری شوی و. له هغې مې وپوښتل چې څه پرې تېر شوي دي؟

''موږ په ډوډۍ ناست وو، په تلوېزیون د اوو بجو فلم پای ته رسېدلی و، کسان راغلل او ویې ویل چې ونه خوځېږﺉ، دوی د پولیسو جامې اغوستې وې، زما کاکا ، ترور او نور یې په یوه کوټه کې واچول، زه یې په زور راښکلم، کاکا مې ورغږ کړ چې دا ماشومه ده، وسله والو چې کیلي پیدا کړه زه یې کوټې ته بوتلم، څو چیغې مې ووهلې بیا په ځان نه یمه پوهه شوې، له دې کسانو نه ما سره دوه کسه ننوتي وو، وروسته یې زه روغتون ته بوتلم، ډاکټرانو ویل چې وضعیت یې خراب دی.''

وروسته تر هغې چې پر نجلۍ جنسي تېری وشو، روغتون ته ولېږدول شوه، او شپه یې هلته تېره کړه. د روغتون یو لیک چې د نجلۍ تره په ګوتو کې نیولی و، په کې لیکلي وو چې د مینا د بکارت پرده په بشپړ ډول څیرل شوې او ډېره وینه ترې ځي.

د نجلۍ تره چې د خپلې ورېرې څنګ ته ولاړ و، په دې ډول یې د تیري کیسه بیان کړه:

''زما لاسونه یې وتړل او ډېر یې ووهلم، دا یې له لاسه ونیوله او ورته یې وویل چې راځه قومندان درسره کار لري، هماغه وو چې دوو کسانو پرې جنسي تېری وکړ، وروسته مو ماشومه روغتون ته ورسوله، په سبا مو قومندانۍ ته عرض وکړ، بیا مو عرض پاڼه جنايي ته وسپارله، وبه ګورو چې څه کېږي.''

د نجلۍ تره پولیس تورن کړل چې ګواکې تر زنګ وهلو وروسته یې ژر مرستې ته ورونه رسېدل. خو د تخار ولایت د پولیسو مشر شاه جهان نوري وویل چې دوی پر وخت ګام پورته کړی او د عاملینو د موندلو په موخه یې هڅې او پلټنې پیل کړي دي:

''موږ یوولس بجې له پېښې خبر شوو، له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیس سیمې ته واستول شول او ماهم د تیلې فون له لارې له دغې کورنۍ سره خبرې وکړې. ابتدايي پلټنې پیل شوي که خدای غوښتي وي د پېښې عاملین به د قانون پنجو ته وسپارل شي. ویل کېږي چې دغو کسانو چې دا بوږنوونکې چاره یې ترسره کړې ده، د پولیسو جامې اغوستې وې، پر دې اړه مو هم پلټنې پیل کړې دي. هیله ده چې په دې برخه کې به هم پرمختګ وکړو. ''

خو نجلۍ چې د شرم احساس یې کاوه، په ژړغوني اواز یې وویل چې اوس له خپلو همزولو سره لوبې نه شي کولای:

''مور او پلار ته مخ نه لرم، د باندې مې نه پرېږدي، بهر راپورې خلک خاندي، دا کسان ونیسۍ او اعدام یې کړﺉ.''

نجلۍ او د کورنۍ غړي یې وايي چې ددغې بوږنوونکې پېښې عاملین باید پیدا او محاکمه شي.

د تخار ولایت د ښځو چارو مشرې په دې اړه د خواشينۍ څرګندونه وکړه او ویې ویل چې دا په نوي لمریز کال کې د جنسي تېري لومړۍ پېښه ده.

نوموړې ټینګار وکړ چې د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې کمې شوې دي.

د نجلۍ کورنۍ خپله کیسه له موږ سره شریکه کړه، خو ځینې څارونکي انګيري چې ښايي دغه راز کیسې به ډېرې پېښې شوې وي، خو یوه نیمه یې رسنیو ته لاره کوي.

ورته مطالب