د سندرو ځای جهادي ترانو او نعتونو نیولی دی

جلال اباد د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption دا مهال په جلال اباد کې د جهادي ترانو او نعتونو لسګونه هټۍ شته او په کراچیو کې هم په ښکاره خرڅېږي، هټیوال وايي دغه کېسټې په پاکستان کې ثبتیږي او دوی یې هم له هماغه ځایه راوړي.

په ننګرهار کې د جهادي ترانو او نعتونو د کېسټو هټیو د سندرو د هغو د کموالي تشه ډګه کړې ده.

د دغو ترانو د اورېدو بېلابېلې لارې دي، یو شمېر ننګرهاریان وايي طالبانو هڅولي چې د سندرو پر ځای ترانې واورې، خو داسې بېلکې هم شته چې ځېنې يې په خپله خوښه اوري.

زموږ همکار جعفر هاند د همدغې موضوع د پوښښ کولو لپاره جلال اباد ته تللی او دغه رپورټ یې چمتو کړی دی.

اوس په ننګرهار کې د جهادي ترانو اورېدل عادي دي، په دغو ترانو کې تر ډېره د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت د نورو ملاتړو هېوادونو ضد خبرې کېږي او د طالبانو د فعالیتونو ستاینه کېږي.

دا ډول ترانو دا مهال په ننګرهار کې تر ډېره د سندرو ځای نیولی دی، کمپوز او د ویلو طرز یې هم کټ مټ د هغو سندرو دي چې لا یې هم خلک اوري.

د ننګرهار د یو شمېر لېرو پرتو سیمو ځېنې اوسیدونکي وايي،طالبانو ورته خبرداری ورکړی چې د سندرو پر ځای ترانې واروي.

د دغه ولایت د یو شمېر ولسوالیو اوسیدونکي او ګاډي چلوونکي وايي،طالبانو ورته ویلي چې په خپلو کورونو او ګاډو کې جهادي ترانې واوري او د سندرو له اوریدو دې ډډه وکړي.

د خوګیاڼو ولسوالۍ یوه چلوونکي چې د نوم له ښودلو يې ډډه وکړه ،بي بي سي ته د هغې پېښې نکل وکړ چې د سندرو د اوریدو له کبله ورسره مخامخ شوی و:

''یو شپه ماښام، ماسختن ولاړم، چې بېرته را وګرځیدم، تنبوزکونه (ماسکونه) یې وهلي و، ویې درولم پوښتنې رانه ډېرې وکړي چې چېرې تللی و، کوم ځای ته ځي ما ورته وویل، چې دغه ماشوم مې وړی و، راته یې وویل چې د نعتونو کېسټې واوری څه مشکل نشته، خو که نورې کېسټې درسره وویني ماتوي''.

د همدې سېمې یو اوسیدونکی خوشحال بیا راته وویل چې طالبانو ورته په کلیو کې ویلي چې د سندرو له اوریدو ډډه وکړي او پر ځای یې د هغوی جهادي ترانې واوري:

''موږ ته طالبانو وویل،اسلامي کېسټې غږوی،دیني مضامین واروی،د ډمانو کېسټې مه غږوي''.

په ګاډو، بازارونو او کلیو کې د ترانو له اوریدو ور اخوا یو شمېر ننګرهاریان بیا په خپلو ټیلیفونونو کې هم دغه ترانې غږوي او ځېنې خو یې د تیلیفون د زنګ پر ځای ترانه اېښې ده.

په جلال اباد کې کې د همدغسې یو ځوان ټیلیفون ته زنګ وواهه، ده راته وویل ځګه یې په ټیلفون کې ترانې غږوي چې جهادي جذبه یې هېره نشي.

دا مهال په جلال اباد کې د جهادي ترانو او نعتونو لسګونه هټۍ شته او په کراچیو کې هم په ښکاره خرڅېږي، هټیوال وايي دغه کېسټې په پاکستان کې ثبتیږي او دوی یې هم له هماغه ځایه راوړي.

یو هټیوال احسان الله راته وویل،دوی د ورځې دا ډول لسګونه کېسټې خرڅوي او پېریدونکي یې هم تر ډېره کمکي ځلمیان دي:

''کم از کم پنځوس شپیته پورې کېسټې خرڅوو، زموږ مراجعین اکثراً عام هلکان دي،دوی چې کله دعوت اوریدلی وي او له موسقۍ نه ځان خلاصوي نو دوی ترانو ته مخه کوي''.

د ترانو او نعتونو د کېسټو د یوه پلورنځي مخې ته مې یو ځوان ولید چې کېسټه یې واخېسته. له دې مې پوښتنه وکړه چې دا ډول کېسټې ولي اوري؟

ده راته وویل چې په دې خاطر یې اوري چې اسلامي جذبه یې همداسې ژوندۍ پاتې شي.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې یو شمېر خلکو راته وویل، که دغلته د سندرو هټۍ بېرته پرانیستل شي د دوی په وینا د دا ډول ترانو د اوریدو لیوالتیا به د خلکو په منځ کې نوره هم زیاته شي.

ورته مطالب