د افغانستان او فلسطين فټبال لوبې په تاجکستان کې

افغان لوبډله
Image caption د افغانستان لومړنۍ لوبه د جون مياشتې په ۲۹مه کيږي.

د افغانستان د المپيک ملي کميټه وايي چې د ٢٠١٤ کال د فوټبال د نړيوال جام د غوراوي د سياليو په ترڅ کې د افغانستان او فلسطين د لوبډلو دوه لوبې په تاجکستان کې کيدونکې دي.

افغان چارواکي وايي چې په افغانستان او فلسطين کې د احتمالي نا امنۍ له کبله د فوټبال نړيوال فدراسون پريکړه وکړه چې دا لوبې بايد د سيالو هيوادونو پر ځاى په تاجکستان کې تر سره شي.

د فوټبال د نړيوال جام د غوراوي د لوبو د يو پړاو دود دا دى چې لوبډلې به دوه دوه لوبې کوي او هغه په دې توگه چې يوه به کور دننه او بله هغه يې د سيال په ټاټوبي کې کيږي.

خو د افغانستان او فلسطين لوبې د يادو شويو هيوادونو پر ځاى په دريم هيواد تاجکستان کې کيږي. چارواکي وايي چې افغانستان او فلسطين د ډاډ تر کچې امن نه دي.

په افغانستان کې د فوټبال مينه وال وايي تاجکستان ته يې تگ ستونزمن دى تر هغه هيواد ښايي پاکستان يا ايران ته په اسانۍ سره سفر وشي.

دغه راز په پاکستان او ايران کې په ميليونونو افغان کډوال ميشت دي چې د لوبې ننداره او د ملي لوبډلې هڅونه يې کولاى شوه.

خو د افغانستان د المپيک د ملي کمېټې وياند مجيب الله رحماني وايي چې دا پريکړه د دوى نه وه.

دا لومړى ځل نه دى چې د افغانستان دغه راز لوبې په يوه دريم هيواد کې کېږي.

څو ورځې مخکې د فوټبال د اسيايي جام د غوراوي د لومړي پړاو په لوبو کې له بوتان سره دوه سيالۍ لرلې چې هغه هم د تگ راتگ سيالۍ وې يانې يوه لوبه بايد په بوتان او بله په افغانستان کې تر سره شوې واى خو دا لوبې په هند کې تر سره شوې چې گټونکى يې افغانستان و.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې په ١٩٤٠ مو کلونو کې خپله لومړنۍ نړيواله لوبه د کابل په غازي لوبغالي کې له ايران سره کړې وه چې پرته له کومه گوله پاى ته رسيدلې وه.

خو په راوروسته لسيزو کې د فوټبال لوبډله ښه ونه ځليده.

خوچارواکي وايي چې په وروستيو ٧ کلونو کې ددوى لوبډله ډيره پياوړيې شوې ده او دا له دې هم څرگنديږي چې په دې وروستيو کې يې د سريلانکا او بوتان د فوټبال لوبډلې هم ماتې کړې دي.

افغانستان ځينې ستونزې هم لري دا مهال يوازې په کابل کې غازي لوبغالى دى چې د فوټبال لپاره يو څه مناسب بلل کيږي.

خو چارواکي وايي چې پر يوه بل لوبغالي چې حضوري چمن ته نژدې دى يو ناحکومتي بنسټ نژدې دوه نيم ميلونه ډالر لگوي چې کار يې اويا په سلو کې پر مخ تللى دى.

ورته مطالب