ملي امنيت: د هندي قونسل د وژلو پلان يې شنډ کړ

لطف الله مشعل د انځور حقوق b
Image caption په جلال اباد کې د هند پر قونسل د بريد په تړاو مو دوه تنه نيولي دي.

د افغانستان د ملي امنيت اداره وايي د يوه ګاونډي هېواد استخباراتو په جلال اباد ښار کې د هند د قونسل د وژلو لپاره تر ټولو لوړه جاېزه ټاکلې ده. دغې ادارې د هغه هېواد نوم ياد نه کړ چې په جلال اباد ښار کې يې د هند د قونسل د وژنې نيت کړی وو.

خو دوی دومره وويل چې دا کار د سيمې د يوه هېواد د استخباراتي ادارې له خوا شوی او په دې تور يې دوه تنه افغانان نيولي دي.

د ملي امنيت د ادارې وياند لطف الله مشعل وويل له دغو افغانانو سره د هند د قونسل د وژل کېدو په بدل کې د ډېر انعام ورکولو ژمنه شوې وه چې په خبره يې تر دې دمه دا ډول جايزې ځانوژونکو بريدګرو ته ورکول کيږي.

د ملي امنيت ادارې وويل چې د نورو عملياتو په ترڅ کې يې په هلمند ولايت کې يو پاکستانی او يو نيپالی نيولي چې غوښتل يې د پاکستان استخباراتي سازمان ته جاسوسي وکړي.

دوی وايي دغو بهرنيانو د کانټرکټ په نوم يوه ساختماني شرکت کې چې د امريکايانو او مصريانو په ګډه شرکت وو، کار کاوه.

د دوی په خبره دغو کسانو په هلمند کې د نوې جوړې شوې قول اردو په اړه معلومات د پاکستان آی اس آی ته لېږدول.

ملي امنيت وايي د دغو دوو کسانو له ډلې يوه يې د دغه شرکت د څارونکي او بل يې د شرکت د ساتنې دندې پر غاړه درلودې.

دغو کسانو د شرکت د کارکوونکو له خوا راټول شوي معلومات په انټرنټ کې د پاکستان استخباراتي ادارې ته ورکول.

افغان امنيتي چارواکو د يوې بلې پنځه کسيزې ډلې د نيولو خبره هم کړې ده چې د جلال اباد ښار د کابل بانک پهّ څانګه کې يې په ترهګريز بريد کې لاس درلود او هم يې په هلمند کې ورته بريد طرحه کړی وو.

ورته مطالب