سنګهـ: په افغانستان کې د سولې او پخلاينې ملاتړي يو

منموهن سنګهـ
Image caption دا په تېرو شپږو کلونو کې کابل ته د ښاغلی سنګهـ لومړنی سفر دی.

د هند لومړي وزير منموهن سنګهـ نن په کابل کې له غرمې وروسته په غير رسمي وينا کې وويل چې هند په افغانستان کې د سولې او پخلاينې له بهير څخه کلک ملاتړ کوي. ده وويل هند د باثباته ، سوله ييز او دموکراتيک افغانستان په هیله دی.

د هند لومړي وزير وويل افغانستان بايد پرېښودل شي چې پخپله خپل ځان ورغوي . ده زیاته کړه چې افغانستان د دې وړ دی چې په نړیواله ټولنه کې خپل ځای ونيسي.

د نوي ډيلي او کابل ترمنځ د خبرو اصلي ټکي به له ترهګرۍ سره پر سيمه ييزې مبارزې او د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي همکارۍ راټول وي.

دا په تېرو شپږو کلونو کې کابل ته د ښاغلی سنګهـ لومړنی سفر دی، خو په ټوله کې يې د خپلې واکمنۍ پر مهال افغانستان دويم سفر دی.

د رسنيو د رپوټونو له مخې د هند لومړي وزير ويلي چې غواړي له ولسمشر کرزي سره د خبرو پر مهال په پاکستان کې د اسامه بن لادن د وژل کېدو په اړه د هغه نظر او څرګندونې واوري.

اسامه بن لادن د مې په ۲مه د پاکستان په اېبټ اباد سيمه کې د امريکا ځانګړو ځواکونو د شپې د عملياتو پر مهال وواژه.

رپوټونه وايي په اوس وخت کې کابل ته د هند د لوړې کچې د يوه پلاوي سفر ښايي پاکستان اندېښمن کړي، ځکه پاکستان نه غواړي چې د کابل او نوي ډيلي اړېکې دې ډېرې تودې وي.

پاکستان له دې امله هم نا ارامه دی چې هند پرته په کابل کې له خپل سفارت نه په افغانستان کې څلور قونسلګرۍ لري.

پر همدې مهال هند په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د بيارغونې او پرمختګ په برخه کې يو اعشاريه درې ميليارده ډالره مرسته کړې او پلان لري چې د دغه هېواد د بنسټونو د رغولو په برخه کې نوره همکاري هم وکړي.

پاکستان هم له خپله لوري د افغانستان په بېلا بېلو برخو کې د بيا رغونې يو شمېر پروژې پلي کړي دي.

افغانستان د پاکستان او هند لپاره ستراتيژيک اهميت لري او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې دغه هېواد د ځان ملګری کړي.

هند سره له دې په افغانستان کې خپلې ښکېلتيا ته ادامه ورکوي چې په دغه هېواد کې يې پر يو شمېر کارکوونکو بريدونه وشول.

ورته مطالب