هند: له افغانستان سره هر ډول مرستې ته چتو يو

کرزی او منموهن سنګهـ
Image caption هند چمتو دی چې له افغانستان سره د امنیتي مسوولیتونو د لیږد په برخه کې مرسته وکړي.

د هند لومړی وزیر منموهن سنګهـ افغان پارلمان ته په وینا کې وویل چې افغانستان او هند له ورته ستونزو او ننګونو سره مخامخ دي او په خبره یې په سیمه کې د ثبات په ټینګولو کې د لویدیځ پرځای پخپله همدا د سیمې هیوادونه مهم رول لوبولی شي.

ښاغلي سنګ دا هم وویل چې هند چمتو دی چې له افغانستان سره د امنیتي مسوولیتونو د لیږد په برخه کې مرسته وکړي، خو په دې اړه ډیر جزییات ورنه کړل.

لومړي وزیر منموهن سنګهـ د خپل هیواد له لوري د بیارغونې او پرمختیایي چارو کې هم خپل چمتوالی په ډاګه کړ، خو ټینګار یې دا وه چې دا مرستې به له افغان حکومت سره په بشپړې همغږی کې لګول کیږي.

منموهن سنګهـ په تیرو څو لسیزو کې لومړنۍ بهرنی لوړپوړۍ چارواکی دی چې د افغانستان ملي شورا ته وینا کوي.

لومړي وزیر منموهن سنګهـ د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکي تاریخي وبللې او ویې ویل چې د سفر موخه یې د همدغو تاریخي اړیکي پیاوړي کول دي.

ده په ډاګه کړه چې دواړه هیوادونه له ورته ستونزو سره مخامخ دي چې په خبره یې هوارول یې هم ګډې همکاری ته اړتیا لري.

نوموړي ترهګري او تندلاري پردۍ مفکوره وبلله او زیاته یې کړه چې په سیمه کې د ثبات په ټینګښت کې د لویدیځ پرځای تر ډیره په خپله همدا د سیمې هیوادونه مهم رول لوبولی شي:

((د دې سیمې خلکو د پیړیو لپاره ګډ ژوند کړی. دا زموږ سیمه ده او موږ باید په ګډه سره ژوند وکړو او هغه ودانه کړو. نړیواله ټولنه کولي شي مرستې وکړي، خو په پای کې دا همدا د سیمې خلک دي چې د خپلې سیمې مسوولیت په غاړه اخلي.))

د هند لومړي وزير وویل افغانستان د سولې او روغې جوړې هڅې پیل کړي، خو د دې بهیر بریالیتوب د بهرنیو له لاس وهنې پرته شونی دی.

د نوموړي په وینا د سیمې هیوادونه د سیالي په ځای باید د همکارۍ لاره خپله کړي.

که څه هم نوموړي د کوم ځانګړي هیواد نوم وانه خیست، خو پاکستان له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې په بهیر کې مهم رول لوبوي چې په سیمه کې د هند د یوه سیال په سترګه هم ورته کتل کیږي.

ده افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو ورسپارل کیدو ته په اشارې وویل: هند چمتو دی چې په دې بهیر کې هر اړخیزه مرسته وکړي.

خو دا یې په ډاګه نه کړه چې هند له خپله لوري په دې برخه کې څه ډول مرسته کولی شي:

نوموړي په افغانستان کې د بیارغونې او پرمختیایي چارو کې د نورو شاوخوا پنځه سوه میلیون ډالرو مرستو په اعلانونولو وویل چې دغه مرستې به د روغتیا، ښوونې او روزنې، بریښنا، سړک جوړولو او نورو پرمختیایي پروژو کې ولګول شي.

خو ټینګار یې دا و چې دغه چارې به افغان حکومت سره په بشپړې همغږی کې ترسره کیږي.

د هند له دې تازه مرستو سره له افغانستان سر د دغه هیواد مرستې نژدې دوه میلیارد ډالرو ته رسیږي.

منموهن سنګ له افغانستان سره د ستراتیژیکو اړیکو په اړه موافقه مهمه وبلله او د هغې ځینې جزییات یې هم په ډاګه کړل:

((ولسمشر کرزي او ما د ستراتیژیکو همکاریو د یوه سند په برابرولو باندې موافقه وکړه او دا چې په ټولو برخو کې خپلو اړیکو ته د دوه اړخیز درناوي او برابری پر بنسټ نوې ساه ورکړو.

دا به یو اوږد مهاله ملګرتیا وي چې مهمې ستنې به یې سیاسي معاملات، پراخه اقتصادي همکاري، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا ستراتیژي، د کرنې د پراختیا ستراتیژي، د کلتوري ودې ستراتیژي او د مدني ټولنې د پیاوړي کولو تګلاره وي.))

نوموړي زیاته کړه چې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه به د همکاریو یوه شورا جوړه شي او همدارنګه یې د افغانستان ملي شورا ته په وینا کې د دواړو هیوادونو د پارلمانونو ترمنځ د یوې کمیټې د جوړیدو وړاندیز هم وکړ.

دا په تیرو شاوخوا شپږو کلونو کې کابل ته د منموهن سنګ لومړی سفر دی.

ورته مطالب