په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ابدالي پلونه : لومړى پروگرام

د احمد شاه ابدالي امپراطوري چې له ختيځ فارس نه تر شمالي هند او له آمو سيند نه بيا د هند تر سمندر غزيدلې وه. د اوسني افغانستان سربيره کشمير سندهـ او لويديځ پنجاب يې هم په خپلو لمنو کې رانغاړلي وو.

يما بارز هند ته ديوه سفر په ترڅ کې هغه لارې تعقيب کړي چې افغان ټولواک احمد شاه ابدالي او ځواکونه يې ورباندې هند ته تللي وو. نوموړي پدې اړه د رپوټونو يوه لړۍ چمتو کړې چې پکې ددغو لارو او ورسره د احمد شاه ابدالي د پاتې ياددونو انځور ورکړل شوى.

ددغه لړۍ لومړنۍ پروگرام د احمد شاه ابدالي حکومتي نظام، د هغه مهال پوځ او د افغانستان د هغه مهال اقتصادي حالت ته ځانگړى شوى دې.