افغانستان: په شمال کې زیاتره کښتونه ملخانو خوړلي

افغانستان په شمال کې د تخار ولایت یو سیمه يیز چارواکي بي بي سي ته وویل د دوی په سیمه کې نژدې ټول کښتونه له منځه تللي او د ملخانو سېلاب اوس د نورو ولسوالیو په لور روان دی.

د افغانستان په شمال او شمال ختیځ کې ملخانو پر کښتونو او څړځایونو بریدونه کړي او له منځه یې وړي دي.

د سیمې خلک وايي ملخان د هرې ورځې په تېرېدو سره نور سیمو ته خوریږي، دوی وايي حکومت په دې برخه کې پر وخت او لازم ګامونه نه دي اوچت کړي.

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ چې یوه شنه او ښېرازه سیمه وه اوس یې زیاتره کرنیزې سیمې د ملخانو تر بریدونو لاندې راغلي او په بېدیا اوښتي دي.

مخکې به دا سیمې د پسرلي په موسم کې په غاټول ګلانو، شنو وښو او نور کرنیزو محصولاتو پوښلې وه، خو اوس داسې فکر کېږي چې دلته د مني یا هم ژمي فصل دی.

تر هغه ځایه چې سترګې کار کوي په دغو سیمو کې د شنو کښتونو پر ځای توروالی تر سترګو کیږي، او ښايي تاسو داسې وانګېرۍ چې دا سیمې سوځېدلې دي.

خو کله چې سیمې ته نژدې ورشی نو د ملخانو سیلونه به ووینی چې بېلابېل رنګونه لري او هرې خوا ته ټوپونه وهي.
څومره چې ورنژدې کیږﺉ نو په هماغه اندازه زیات ملخان وینی، ملخانو په موجي ډول حرکت کاوه او د الوتو پر وخت یې غږونه اوریدل کیږي.

ملخ

خلک وايي مخکې له دې چې ملخان یې پر کښتونو برید وکړي د شپې له خوا یې خپل څاروي کروندو ته بوتلل چې لږترلږه یو ځل په مړه ګېډه پکې وڅري.

ملخانو د تخار ولایت د خواجه غار، خواجه بهاوالدین او همدار راز د رستاق ولسوالۍ کرنیزې سیمې او څړځایونه ځپلي او ددې ولایت د نورو سیمو په لور روان دي.

د سیمې خلک وايي په سر کې ګواښونه لږ وو، خو د نه پام له امله پراخ شول او اوس دوی نه شي کولای چې مخه یې ونیسي.

که څه هم چارواکي وايي په ځینو سیمو کې یې د ملخانو د مخنیوي لپاره درمل شیندلي، خو خلک وايي چې دغو درملو کوم ځانګړی اغېز نه دی کړی او د ملخانو په شمېر کموالی هم نه دی راغلی.

خلک وايي مخکې له دې چې ملخان یې پر کښتونو برید وکړي د شپې له خوا یې خپل څاروي کروندو ته بوتلل چې لږترلږه یو ځل په مړه ګېډه پکې وڅري.

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ ولسوال محمد هارون بي بي سي ته وویل، ملخانو په دغې ولسوال کې نژدې ټول کښتونه او څړ ځایونه له منځه وړي دي:

''ملخان د رستاق په لور روان دي، د کرواتم غرونو ته پورته شوي، زموږ په خوا کې په هوارو سیمو کې هیڅ غله نه ده پاتې، دلته شنې سیمې ډېر لږ لیدل کیږي.''

تر دې مهاله د د خلکو کروندو ته د زیانونو کچه نه ده روښانه شوې، ځکه د ملخانو بریدونه لا پراخیږي، او د چارواکو هڅې یې هم په له منځه وړلو کې هومره اغېزمنې نه دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .