''پاکستان دې د ترهګرۍ خلاف جګړه کې ريښتينی ملګری شي''

ښاغلی کیري د انځور حقوق AP
Image caption دا د القاعدې ډلې د مشر اسامه بن لادن تر وژل کېدا وروسته افغانستان ته د لومړي جګپوړي امریکايي چارواکي سفر دی .

یوه معتبره امریکايي سناتور د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پاکستان پر ملګرتیا شک ښودلی.

سناتور جان کيري سیمې ته د خپل روان سفر په ترڅ کې په مزار شریف کې یوه خبري کنفرانس ته دا هم ویلي که چېرې د طالبانو مشر ملا محمد عمر په پاکستان کې وموندل شي، نو متحده ایالتونه به پرې له بریده مخ وانه ړوي.

دا د القاعده د مشر اسامه بن لادن له وزل کېدو وروسته سیمې ته د سناتور کیري لومړنی سفر دی.

په پام کې ده چې دی نن ماښام له ولسمشر کرزي سره هم وګوري او سبا (یکشنبه) اسلام اباد ته ولاړ شي.

د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال د امریکا په سنا کې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر، سناتور جان کیري څرګندونې تر ډېره د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پاکستان د ونډې په اړه په شکونو راټولې وې.

ښاغلي کيري د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل دا مهال د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پاکستان د ملګرتیا په تړاو ګڼې پوښتنې ځواب ته اړتیا لري او اسلام اباد ته پکار ده چې د شته شکونو د لیرې کولو لپاره په دغه ملګرتیا کې خپل صداقت ثابت کړي:

''موږ یو داسې پاکستان غواړو چې په دغو هڅو کې زموږ ملګرتیا وکړي. یو داسې پاکستان چې د افغانستان د ګټو درناوی وکړي او د ترهګرۍ خلاف جګړه کې زموږ ریښتینی ملګری وبلل شي. زموږ په باور ډېر داسې څه شته چې د اوس پرتله په خورا ښه طریقه سرته رسېدای شي. دا ډول زموږ تر مینځه د اړیکو په اړه لاهم ګڼې پوښتنې ځواب ته اړتیا لري. البته موږ ددغو اړیکو د ختمولو پر لارو نه بلکې د هغو د رغولو پرلارو فکر کوو او دا یوه اړتیا ده. زما تکل همدا دی چې په راروانو دوه ورځو کې پر همدې موضوع کار وکړم.''

دوه اوونۍ وړاندې د پاکستان په ایبټ اباد کې د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو بېلګې ته په اشارې سره له سناتور کیري دا هم وپوښتل شول چې که د طالبانو مشر ملا محمد عمر هم په پاکستان کې وموندل شي نو امریکا به څه ورسره وکړي.

دې ته د سناتور کیری ځواب دا وو چې د طالبانو د مشر خلاف به هم د القاعده د وژل شوي مشر په څېر اقدام وشي:

''متحده ایالات به د خپلو خلکو د دفاع لپاره تل خپل اختیار او انتخاب خوندي وساتي. ټول پوهېږي چې متحده ایالات پر پيرل هاربر د برید په ګډون له ګڼو داسې لویو بریدونو سره مخامخ شوې چې یو چا دلته په افغانستان کې سمبال کړي و او بیا همدغه کسان پاکستان ته وتښتېدل. نو ځکه خو موږ ته د خپل خوندیتوب لپاره له پاکستان سره د دوستۍ په روحیه ګډې هڅې خورا مهمې دي . پاکستان پخپله هم د ترهګرو او توندلارو له جدي ګواښ سره مخامخ دی. همدې ته په کتو ښه ملګرتیا او ښه همکاري د ټولو په ګټه ده. البته کله ناکله د نا امنیو له کبله انتخاب اسان نه وي خو زما په ګومان اوس دا وخت رارسېدلی چې د راتلونکې لپاره سمه او مناسبه لاره خپله شي.''

سناتور کیري تر کابل واړندې مزارشریف ته د خپل تګ اصلي لامل د افغانستان د سولې او ثبات په تړاو د والي عطامحمد نور پر لید لوري او نظر د ځان خبرول وبلل.

Image caption د خبرو مهم ټکي لا نه دي معلوم خو د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر بي بی سي ته وویل د القاعده د مشر له وژل کېدو وروسته به د سیمې روان حالات او دا راز د افغانستان او امریکا تر مینځه د ستراتیژیکو اړیکو د جوړولو په پرخه کې پر تازه پرمختیاوو راټولې وي.

دغه امریکایي سناتور خبریالانو ته په څرګندونو کې د ښې حکومت والۍ او ولس واکۍ په برخه کې د ښاغلي نور د هڅو ستاینه هم وکړه .

والي عطا محمد نور د برحاله افغان لوړ پوړو چارواکو په منځ کې یوازینی کس وو چې د انتخاباتي سیالیو پر مهال په بیرغي ډول د ولسمشر کرزي د سیال کاندید داکټر عبدالله په پلوې میدان ته راووت او د انتخاباتي کمپاین پر مهال یې پر ولسمشر کرزي کلکې نیوکې کولې.

شېبه وړاندې په کابل کې د ارګ سرچینو وویل ښاغلی کیري په سیمه ییز وخت د ماښام په اوو بجو له ولسمشر کرزي سره هم ویني.

د خبرو مهم ټکي لا نه دي معلوم خو د ولسمشر کرزي ویاند وحید عمر بي بی سي ته وویل د القاعده د مشر له وژل کېدو وروسته به د سیمې روان حالات او دا راز د افغانستان او امریکا تر مینځه د ستراتیژیکو اړیکو د جوړولو په پرخه کې پر تازه پرمختیاوو راټولې وي.

ورته مطالب