عظيمي: ''د قضايي ځواک پولیس باید جوړ شي''

عبدالسلام عظیمي
Image caption عظيمي: ''په ټوله نړۍ کې امنیت د قاضیانو لپاره په فرضیاتو کې راځي، په دوو علتونو، د پولیسو شتوالی محکمې ته شان او شوکت بښي.''

د افغانستان ستره محکمه وايي په راتلونکو پنځو کلونو کې به د قاضیانو او محکمو د ودانیو د امنیتي ساتونکو شمېر پنځو زرو ته لوړ کړي.

دا مهال د هېواد په یو شمېر ولسوالیو کې د نا امنیو له کبله یا خو له سره قاضیان نه شته او یا هم په پرله پسې توګه خپلو دندو ته نه ورځي.

قاضي القضات عبدالسلام عظیمي څه باندې ۱۰۰ نویو فارغو قاضیانو ته په راتلونکي کې د مېنو او ژوند د نوو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه هم ورکړه.

د افغانستان ستره محکمه وايي په پام کې لري د قضايي ځواک په نامه د پولیسو یوه ځانګړې ډله رامنځ ته کړي، چې د قاضیانو او محکمو د ودانیو ساتنه وکړي.

دا مهال د سترې محکمې د چارواکوپه خبره ۱‍۵۰۰ پولیسو ته ځانګړې روزنه ورکړل شوې چې دغه چاره ترسره کوي، خو قاضي القضات عبدالسلام عظیمي د دغې شمېرې د څه باندې درې برابره د لوړولو خبره کوي.

ښايي د ښاغلي عظیمي دا خبرې د یو شمېر هغو قاضیانو اندېښنو او نیوکو ته یو ډول ځواب وي، چې د نا امنۍ له کبله یې په ځېنو لېرو پرتو ولسوالیو کې یا خو خپلې دندې پرې اېښې او یا هم په دوامداره ډول دندو ته نه شي تللی.

خوست هغه ولایت دی چې د امنیت د نشتوالي له کبله یې د ۱۲ ولسوالیو له ډلې یوازې په درو کې قاضیان شته او پاتې نورې هېڅ ډول قضايي ځواک نه لري.

د سترې محکمې مشر عبدالسلام عظیمي د همدغې ستونزې د هواري لپاره په راتلونکو پنځو کلونو د قضايي ځواک د ساتونکو د شمېر د زیاتوالي ژمنه وکړه:

''په ټوله نړۍ کې امنیت د قاضیانو لپاره په فرضیاتو کې راځي، په دوو علتونو، د پولیسو شتوالی محکمې ته شان او شوکت بښي، او بله دا چې تر بل هر ځای په محکمو کې د تاوتریخوالي احتمال زیات وي.

تر دې دمه شاوخوا ۱۵۰۰ قضايي پولیس روزل شوي او دوی د کابل ښار او ولسوالیو تر پوښښ لاندې راوستي دي.

د راتلونکي پنځه کلن پلان له مخې، په پام کې ده دغه ځواک پنځه زرو ته لوړ شي او هیله مند یو، له دې لارې خپلې ټولې محکمې د امنیت تر چتر لاندې راولو، باید د قضايي ځواک په نامه پولیس رامنځ ته شي''.

قاضي القضات عظیمي په کابل کې د څه باندې ۱۰۰ تازه فارغو شوو قاضیانو ته ته د وینا پر مهال دا خبرې کولې چې ښايي سرله سبا (سه شنبه) د هېواد په بېلابېلو برخو کې په دندو وګمارل شي.

Image caption د افغانستان ستره محکمه وايي په پام کې لري د قضايي ځواک په نامه د پولیسو یوه ځانګړې ډله رامنځ ته کړي، چې د قاضیانو او محکمو د ودانیو ساتنه وکړي.

نوموړي قاضیانو ته د معاشونو د لوړوالي، په لېرو پرتو سېمو کې د مېنو د جوړولو او د ترانسپورتي اسانتیاوو د برابرولو ژمنې هم وکړي چې په راتلونکو څو کلونو کې به عملي شي.

په دغه غونډه کې د امریکا د قانون د حاکمیت د برخې سفیر (هانس کلیم) هم موجود و چې هېواد یې د قاضیانو په روزلو کې له افغانستان سره مرسته کوي.

ښاغلي کلیم د سترې محکمې د مشر د خبرو په تایید سره وویل، امریکا به د سترې محکمې د دغه پلان په عملي کولو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ورته مطالب