ښوونځی که مورچل

د صوفي صاحب ذکور په نامه دا هغه ښوونځی دی چې د تېرې اوونۍ په ډله ییزو بریدونو کې وسله والو ترې د مورچل کار اخیست.

دغه ښوونځی د کندهار د چوڼۍ په سیمه کې ده چې د ملامحمد عمر پخوانی کور او دا مهال ترې د امریکایانو د استخباراتو د لوی مرکز ګټه اخیستل کېږي.

دغه ښوونځي ته څېرمه د پولیسو امنيتي حوزه هم شته، چې د تېرې شنبې پر ورځ لومړی دوو وسله والو د ښوونځي مخې ته ډزې پیل کړې او بیا پرښوونځي ورننوتل.

د برید پرمهال په دغه ښوونځي کې څلور ښوونکي او دوه زده کوونکي هم پاتې ول، چې د پنځه ساعته جګړې په پای کې بند کسان روغ رمټ له ښوونځي ووتل، خو برید کوونکي ووژل شول.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .