په مخابراتي سکتور کې افغانستان له ګاونډيانو مخکې دی

Image caption د هېواد په یو شمېر سېمو کې نا امنۍ د مخابراتي خدمتونو پر وړاندې لويه ستونزه ده.

د افغانستان د مخابراتو وزرات وايي دا مهال اتیا په سلو کې افغانان مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی لري چې دغه پوښښ د سېمې د هېوادونو په کچه کې تر ټولو زیات دی.

وزارت وايي په تېرو نهو کلونو کې په افغانستان کې تر بلې هرې برخې په مخابراتي ډګر کې ډېره پانګونه شوې ده.

خو د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر امیرزي سنګین د هېواد په یو شمېر سېمو کې شته نا امنۍ د دغو خدمتونو په وړاندې خنډونه یاد کړل.

د افغانستان د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د شمېرو له مخې دا مهال یوازې شل په سلو کې افغانان مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، چې په خبره یې دا هغه خلک دي چې د هېواد په لېرو پرتو سېمو کې استوګن دي.

د دغه وزارت سرپرست امیرزی سنګين د مخابراتو د نړیوالې دورځې د لمانځلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته دا شمېرې ورکړې:

(( زموږ د احصايي له مخې،دا مهال د هېواد څه باندې اتیا فیصده نفوس خدماتو ته لاسرسی لري، دا په سیمه کې بېسارې ده،موږ د هند پاکستان او سېمې له نورو هېوادونو نه مخکې یو.

د هغوو کسانو شمېر چې عملآ له تیلیفون نه ګټه اخلي،شپاړلس اعشاریه دوه مېلیونو ته رسیدلی دی.))

وزارت وايي د ۲۰۱۰ کال کې تر پایه په مخابراتي ډګر کې شوې پانګونه، یو اعشاریه شپږ مېلیارده ډالرو ته رسیږي.

دوی وايي هغه هېوادوال چې په مخابراتي برخه کې کار کوي، شمېر يې تر سلو زرو ورپورته دی.

ښاغلي سنګین وویل، تمه لري چې د روان ۲۰۱۱ کال ترپایه دغه شمېرې لا نورې هم زیاتې شي.

په افغانستان کې څلور خصوصي مخابراتي شرکتونه او یو نیمه دولتي هغه فعالیت کوي، چې د ښاغلي سنګین په خبره له دغې لارې په کال کې یو نیم سوه میلیونه ډالره د افغان حکومت خزانې ته ځي .

په همدې حال کې ښاغلي سنګين وویل، انټرنیټ ته د افغانانو لاسرسی لا هم محدود دی او یوازې اته په سلو کې افغانان له انټرنټ نه استفاده کوي.

ده هېله وښوده چې د فایبر نوري د پروژې په تکمیلدو سره به دغه ستونزه هم تر ډېره هواره شي.

فایبر نوري د انټرنیټي خدمتونو د وړاندې کولو یوه پروژه ده چې دا مهال پرې د افغان حکومت له لوري کار روان دی.

خو له دې هرڅه سره سره د افغانستان په یو شمېر سیمو کې شته نا امنۍ د مخابراتي خدمتونو په برخه کې خنډونه بلل کېږي، او لا هم د هېواد په یو شمېر سېمو کې د شپې لخوا مخابراتي خدمتونه په ټپه دریږي.

ورته مطالب