'د ځانګړې محکمې په اړه کرزی له سره کتنه کوي'

ولسي جرګه
Image caption ولسمشر کرزي ته د ولسي جرگې ورغلى پلاوى وايي چې دوى د ښاغلي کرزي ددغه نوي گام هرکلى کوي او وايي چې په دې توگه به د درې گونو قوو ترمنځ پېښه شوې ترينگلتیا له منځه ولاړه شي.

د افغانستان ولسي جرگه وايي ولسمشر کرزي ورسره منلې چې د ځانگړې محکمې په اړه به بيا له سره کتنه کوي او په خبره يې چې ښايي د دغې محکمې له خوا هره کېدونکې پرېکړه به افغانستان د کړکېچ پر لورې بوځي .

خو په ټاکنو کې د درغليو د ارزولو پر سر جوړه شوې محکمه بيا وايي چې دوى د قانون له مخې خپلې چارې ترسره کړي او وايي چې تر هغې به دغه چارې پر مخ بيايي چې قانون ورته اجازه ورکوي.

د افغانستان د ولسي جرگې په ټاکنو کې د ادعا شويو درغليو پر سر د سترې محکمې په غوښتنه او د ولسمشر کرزي په فرمان ځانگړې محکمه جوړه شوه او تر دې مهاله يې په ډېرو ولايتونو کې د رايو بيا شمېرنه بشپړه کړې ده.

دا درېیم ځل دى چې د ولسي جرگې پلاوي د ځانگړې محکمې پر سر د ولسمشر کرزي سره جرگه کېږي، خو دا پلا دغه ورغلى پلاوى وايي چې دا لومړى ځل دى چې افغان ولسمشر حامد کرزى د ځانگړې محکمې په تړاو د بيا کتنې خبره کوي.

د ولسي جرگې اداري پلاوي چې د سې شنبې پر ورځ د ښاغلي کرزي سره کتلي د دغه پلاوي غړى او د جرگې لومړى مرستيال خالد پښتون وايي چې په کتنه کې په دې خبره هوکړه شوې چې له سترې محکمې سره د سلا مشورو وروسته به د ځانگړې محکمې پر چارو بيا له سره کتنه وشي.

ولسمشر کرزي ته د ولسي جرگې ورغلى پلاوى وايي چې دوى د ښاغلي کرزي ددغه نوي گام هرکلى کوي او وايي چې په دې توگه به د درې گونو قوو ترمنځ پېښه شوې ترينگلتیا له منځه ولاړه شي.

دغه پلاوى دا هم وايي وايي چې په کتنه کې ښاغلي کرزي او د ملي امنيت د شورا سلاکار رنگين دادفر سپنتا په يوه خوله پلاوي ته ډاډ ورکړى چې نه غواړي په افغانستان کې څپ څپانده حالت د ځانگړي محکمې په پرېکړو نور هم ترينگلى شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه په دې باب څه نه دي ويلي، موږ هم و نه توانېدو چې غبرگون يې تر لاسه کړو .

خو په ټاکنو کې د ادعا شويو درغليو د ارزولو پر سر جوړه شوې ځانگړې محکمه بيا وايي چې تر دې مهاله هغوى ټولې چارې د قانون په رڼا کې ترسره کړي او تر هغې به خپلې چارې پر مخ بيايي چې قانون ورته واک ورکړى.

د ځانگړې محکمې چارواکي وايي چې تر دې مهاله يې په ډېرو ولايتونو کې يې د رايو ډېر مشکوک صندوقونه بيا له سره سمېرلي او په خبره يې ښايي په نژدې راتلونکي کې به يې پايلې جوتې شي.

ورته مطالب