افغان زنداني په ګوانتانامو کې ځان وژنه کړې

ګوانتانامو زندان د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ۲۰۰۲ کال راهیسې چې امریکا د ګوانتانامو زندان څخه کار اخیستل پیل کړي دا اتم زنداني دی چې دلته مري.

په ګوانتانامو زندان کې یو تن افغان بندي مړ شوی دی، چې امریکايي چارواکو ځان وژنه بللې ده.

اوه دېرش کلن عنایت الله له القاعدې سره د تړاو په تور د ۲۰۰۷ کال له سپتمبر راهیسې په ګوانتانامو کې بندي وو.

له ۲۰۰۲ کال راهیسې چې امریکا د ګوانتانامو زندان څخه کار اخیستل پیل کړي دا اتم زنداني دی چې دلته مري.

د پنځو مخکنیو بندیانو مړینه ځان وژنه بلل شوې وه.

په ۲۰۰۶ کال کې د دغه زندان درېو بندیانو ځان وژنه وکړه . هغه مهال امريکايي مامورينو ويلي وو چې دغو کسانو په خپله ځان غرغره کړی وو.

له هغه راهيسې چې د ګوانتانامو زندان جوړ شوی دی د ځان وژنې د لسګونو پېښو مخنيوی شوی دی.

په ګوانتانامو کې د افغانستان ، پاکستان او عربي هېوادونو پرته د يو شمېر نورو هېوادونو تبعه هم بندیان دي.

د امريکا ولسمشر واک ته له رسېدو وروسته وويل چې دی به د ګوانتانامو زندان وتړي، خو تر اوسه يې لا په اړه په پرېکړه کې نه دی بريالی شوی.

ورته مطالب