په پکتيا کې د سرک جوړولو شرکت ۳۵ تنه وژل شوي

Image caption پر شرکت تېره نیمه شپه وسله والو طالبانو بريد کړی وو چې څو ساعته يې دوام وکړ.

د افغانستان د سوېل ختيځ پکتيا ولايت ځايي چارواکي وايي چې د وزې ځدران ولسوالۍ د سروټي په سيمه کې د سرک جوړلو د يوه شرکت د ۳۵ کارکوونکو جسدونه موندل شوي دي.

دوی وايي پر دغه شرکت تېره نیمه شپه وسله والو طالبانو بريد کړی وو چې څو ساعته يې دوام وکړ.

چارواکي وايي د دواړو غاړو ترمنځ په جګړه کې د وژل شويو تر څنګ د سرک جوړولو د شرکت ۲۴ کسه ټپيان شوي هم دي.

د پکتیا د فواید عامې چارواکو مخکې ويلي وو چې په دغه شرکت کې ۸۰ کسانو کار کاوه او د دوی د مخکنيو راپورونو له مخې اتيا تنه لادرکه وو چې اته تنه يې بېرته شرکت ته ور ستانه شوي وو.

خو د شرکت سرچينو چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې په دغه شرکت کې ۱۲۰ کسانو کار کاوه.

په دغو ۱۲۰ کسانو څلور پاکستانيان هم دي ، خو معلومه نه ده چې دوی وژل شوي، ټپيان دي او که ژوندي پاتې دي.

د دوی په اړه دا هم نه دي ويل شوي چې دوی هلته په څه کار بوخت ول.

تر اوسه د پاتې کسانو د برخليک په اړه مالومات نه شته .

وسله والو طالبانو د دغه برید پړه منلې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په سوېل ختيځو ولايتونو کې د سرک جوړولو د شرکت په کارکوونکو بريدونه کيږي.

دا ډول بريدونه په خوست، پکتيکا ، لوګر او د افغانستان په نورو سيمو کې هم شوي دي.

ورته مطالب