پکتیا: لاهم ۱۵ سړک جوړوونکی تری تم دي

Image caption دا لومړى ځل دى چې په يو وسله وال بريد كې د سړك جوړولو د خصوصي شركت ګڼ کسان وژل کېږي او نور یې تری تم کېږي.

د وزې ځداراڼ په سروټي سيمه كې د وړمې شپې د بريد چې د سړك جوړولو د شركت په استوګن ځاى شوى و، ۱۵ تنه تر اوسه پورې لادركه دي.

له بريده ساعته وروسته د 'ګلاکسي سكاى' په نوم د افغان شركت د كاركوونكو ۳۶ مړي او ۲۴ ټپيان په سروټي نومي دره كې وموندل شول.

بريد د وزې ولسوالۍ شمال ختيځ ته په داسې يوه سيمه كې د سړك پر كارګرو شوى و چې تر ډېره وخته امنيتي ځواكونه او نور مرستندويان پرې خبر نه و.

د وژل شويو، ټپيانو او لادركه کارګر خپل خپلوانو هغه مهال وېر او نارې وكړې چې خپل وروڼه زامن يې د ګرديز په ملكي روغتون كې وليدل.

په بريد كې ټپي كسان د پكتيا ګاونډ خوست ملكي روغتون ته د درملنې په موخه وړل شوي.

د وزې ځدراڼ ولسوال عبدالولي د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلى دى:

''شاوخوا ۲۰ کسان لادرکه دي، چې په دوی کې پنځه کسان د سیدکرم ولسوالۍ وو، چې هلته اوښتي دي، د ۱۵ نورو کسانو په اړه تر اوسه مالومات نه شته. یو شمېر ټپیان بګرام او نور بیا خوست ته لېږدول شوي دي. ''

د ګلاګسي سكاى شركت يوه مسؤول چې نه يې غوښتل نوم خپور شي بي بي سي ته دخبرو پرمهال حكومت په بې غورۍ تورن كړ.

خو دپكتيا امنيه قومندان جنرال عبدالغفار ساپى د شركت دا ادعا ردوي او وايي چې د ياد شركت كړنې له همغږۍ پرته تر سره كيدې:

''دغه شرکت مستقیماً له خارجیانو یې دا سړک نیولی دی او له امنيتي ارګانونو او امنیه قومندانۍ سره هېڅ همغږي نه لرله، او ان په دقیق ډول مو د دوی د کار په اړه مالومات نه درلودل. ''

د بريد مسؤوليت وسله والو طالبانو منلى او ادعا يې كړې چې په ياد بريد كې يې تر ۴۰ ډېر كسان وژلي او تر دې زيات شمېر يې ټپيان كړي دي.

دوى په جګړه كې د خپلو دو ملگرو مرگ ژوبله هم مني.

وزې ولسوالي د پكتيا مركز ګردېز سوېل ختيځ لور ته د ۶۰ كيلو مترو په واټن كې پرته ده.

په دغه غرنۍ ولسوالۍ كې ډېر وخت د افغان حكومت او وسله والو ترمنځ مخامخ جگړې كېږي.

دا لومړى ځل دى چې په يو وسله وال بريد كې د سړك جوړولو د خصوصي شركت ګڼ کسان وژل کېږي او نور یې تری تم کېږي.

ورته مطالب