امنسټي' د کابل پر پوځي روغتون بريد جنګي جنايت وبالۀ

د کابل برید د انځور حقوق AFP
Image caption د سردار محمد داود خان روغتون په وزير اکبرخان مېنه کې د امريکا تر سفارت څو سوه گامه وړاندې په يوه خورا خوندي سيمه کې پروت دى.

د بشري حقونو ټولنو په کابل کې پر يوۀ لوى پوځي روغتون پرونى بريد غندلى او هغه يې جنګي جنايت بللى دى.

د بښنې نړيوالې ټولنې- امنسټي انټرنشنل د جناياتو له نړيوالې محکمې نه غوښتي چې د افغانستان ددغسې پېښو پلټنه دې وکړي.

د ټولنې يوه مشر – سام ضياء ظريفي بي بي سي ته وويل چې د ژنيو د کنوانسيون له مخې پر روغتونو بريد ناروا بلل کېږي.

د هغه په وينا، ان ټپي سرتېري او پوځيان هم په روغتون کې تر بستري کېدو وروسته له بريد څخه خوندي دي او څوک چې له دې مقرراتو سرغړونه کوي جنگي جنايت يې کړى دى.

وروستي خبرونه وايي چې د سرادر محمد داودخان روغتون په دغه چاودنه کې شپږ واړه وژل شوي کسان افغانان وو.

تر بريد وروسته طالبانو ادعا کړې وه چې نښه يې د ناټو طبي پرسونل و چې په دغه بريد کې يې ډېره مرگ ژوبله ور اړولې ده.

خو د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونه وايي چې دغلته يې روغتيايي کارکوونکي نه درلودل. چاودنه يوه ځانمرگي په هغې کېږدۍ کې وکړه چې د طب محصلين په کې د غرمې ډوډۍ ته ورټول شوې وو.

د چاودنې غږ تر لېرې پورې اورېدل شوى او شاوخوا خلک يې وارخطا کړل.

صفر محمد روغتون ته څېرمه د مېوو پلورنې په خپله غرفه کې بوخت وو، چې د چاودنې غږ هېښ کړ.

Image caption وروستي خبرونه وايي چې د سرادر محمد داودخان روغتون په دغه چاودنه کې شپږ واړه وژل شوي کسان افغانان وو.

د سردار محمد داود خان روغتون په وزير اکبرخان مېنه کې د امريکا تر سفارت څو سوه گامه وړاندې په يوه خورا خوندي سيمه کې پروت دى.

کابل ښار په ټوليز ډول او دغه سيمه په ځانگړې توگه د گڼو عسکرو له خوا ساتل کېږي.

د دفاع وزارت وياند ظاهر عظيمي سملاسي دې پوښتنې ته چې بريدگر څه ډول دغومره خوندي سيمې ته لارو کړه، ځواب نه درلود.

طالبانو په دې وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو خلاف د پسرلنيو بريدونو پيل اعلان کړى او په کابل کې د بي بي سي يو خبريال وايي داسې برېښي چې له ټولو امنيتي تدبيرونو سره سره هم دا وس مومي چې له کلکو امنيتي خنډونو هاخوا، حيرانوونکي گوزارونه کړي.

ورته مطالب