نعيمي: د طالبانو ډله ییز برید ۶ کسان ووژل

وروستي

خوست والي عبدالجبار نعيمي په دغه ولایت کې د طالبانو تر کابو لس ساعته ډله ییز برید او مقاومت وروسته خبریالانو ته وویل، چې ځواکونو یې ددغه برید پروړاندې ښه مقاومت وکړ.

په دغه برید کې د ملي اردو د سرتېرو په ګډون پنځه افغان پولیس او یو ولسي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.

چارواکي وايي، چې څلورو برید کوونکو پر دوو ودانیو برید کړی و.

ښاغلي نعیمي وویل، برید کوونکو له پوځي یونیفورم څخه په ګټې اخیستو دغه برید کړی، چې دوی به په کلکه په دغه ولایت کې د پوځي یونیفورم پلټنه وکړي او د مخنيوي لپاره به یې ډېره هڅه وکړي.

کلېکاږل د برید عکسونه وګورﺉ

خوست والي وویل، چې له برید کوونکو سره سپکې او درنې وسلې هم وې.

دا پنځم ځل دی چې په خوست کې په پوځي یونیفورم کې وسله وال طالبان پر حکومتي ودانیو بریدونه کوي.

د خوست امنیه قومندان عبدالحکیم اسحق زي بي بي سي ته وویل، د خوست پولیس د وسله والو د بریدونو پروړاندې ښه وړتیا لري، خو کافي تجهیزات نه لري.

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده.

طالبانو ویلي برید کوونکي، د کندوز، خوست او غزني ولایت اوسېدونکي ول، چې په وینا یې نژدې ۵۰ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

مخکينی راپور

د خوست ښار په لوېديځه برخه کې د خوست – ګردېز پر لویه لاره د ترافیکو مدیریت او د پولیسو د چټک غبرګون قطعې ته نن سهار یو شمېر په وسلو سمبال کسان ننوتي او مقاومت یې کړی دی.

د خوست امنيې قوماندانۍ یوه چارواکي ډګروال محمديعقوب مندوزي بي بي سي ته وویل:

''نن سهار شاوخوا څلورنیمې بجې د خوست د ترافیکو پر مدیریت څلورو ځانمرګو برید حکوونکو برید کړی، دوی د سرحدي پولیسو یونیفورم اغوستی و، دوی لومړی خپل ګاډی درولی او بیا قراول ته ننوتي پولیسو جګړه ورسره کړې او ګاډی یې ویشتلی دی. سیمه زموږ تر کنټرول لاندې ده. ''

ښاغلي مندوزي وویل، په هغه ودانۍ کې چې ځانوژونکي ورننوتي ول، دوی د خپلو پرسونلو پر رایستلو وتوانېدل.

په خوست کې د بي بي سي خبریال د یوه عيني شاهد له خولې ویلي، یوه سراچه ډوله ګاډی نن سهار وختي د ترافیکو مدیریت ودانۍ مخې ته ودرېد، دوه کسان ترې راکوز شول او پر ساتونکو تر ډزو وروسته د ترافیکو مدیریت ودانۍ ته ننوتل.

سرچینې ویلي، له بریدکوونکو په سراچه کې یو راکټ لانچر پاتې شوی دی.

د خوست د ملکي روغتون ډآکټرانو بي بي سي ته وویل، دوی ته د پولیسو څلور مړي او پنځه ټپیان وروړل شوي، چې په ټپیانو کې دوه پولیس او درې نور ملکیان دي.

د پېښې ځای ته افغان او بهرني ځواکونه ورغلی او سیمه یې کلابنده کړې ده.

د ناټو ځواکونو چورلکې د خوست پر ښار او د پېښې د ځای پر اسمان راتاوېږي.

ځايي چارواکي وايي برید کوونکي یې کلابند کړي یا به وژل کېږي او یا به نیول کېږي.

د خوست ښار ته ننوتونکې ټولې لارې تر سختې پلټنې لاندې نیول شوې دي.

یو شمېر ټپیان په خوست کې د ناټو روغتون ته لېږدول شوي دي.

د خوست ښار په لوېديځه برخه کې دغه دوه پوړیزه ودانۍ د زراعت وزارت اړونده ودانۍ وه، چې ترڅنګ یې د پولیسو د چټک غبرګون ودانۍ هم موقعیت لري.

د ترافیکو له دې ودانۍ څڅه وړاندې د خوست پوهنتون محصلینو د لیلیې په توګه ګټه اخیسته.

او تر هغه وړاندې د مجاهدینو د واکمنۍ پرمهال لېسه وه.

تېره ورځ (شنبه) هم د کابل په زړه د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز روغتون ته دوه ځانوژونکي ننوتل، چې تر برید وروسته په کې ۶ کسان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

امریکايي پوځي په خوست کې

سیمه د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده .

دا لومړی ځل نه دی چې په دغه ولایت کې پر حکومتي ودانیو ډله ییز برید کېږي.

کابو یو کال وړاندې یو شمېر په وسلو سمبالو کسانو د خوست پر امنیه قومندانۍ، استخباراتو د د والي پر مقام بریدونه وکړل.

یو شمېر ځانوژونکو د خوست امنیه قومندانۍ ته تر ننوتلو وروسته ځانونه چوولي ول.

طالبانو په دې وروستيو کې د افغان او بهرنيو ځواکونو خلاف د پسرلنيو بريدونو پيل اعلان کړى او په کابل کې د بي بي سي يو خبريال وايي داسې برېښي چې له ټولو امنيتي تدبيرونو سره سره هم دا وس مومي چې له کلکو امنيتي خنډونو هاخوا، حيرانوونکي گوزارونه کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .